د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۳

لاهور کې د اسلامپالو مظاهرې: پاکستان دې د تحریک لبیک ګوند مشر خوشې کړي


لاهور کې مظاهره
لاهور کې مظاهره

د پاکستان په لاهور ښار کې پرون جمعه (د تلې ۲۹مه) د اسلامپالو معترضانو د مظاهرې په ترڅ کې تاوتریخوالی او مرګ ژوبله پېښه شول.

دا تاوتریخوالی هغه مهال پیل شو چې د تحریک لبیک پاکستان په بلنه زرګونه کسانو له لاهور څخه د پلازمېنې اسلام اباد پر لور لاریون کاوه.

دوی په پام کې لري چې د دې اوږه لاریون په ترڅ کې اسلام اباد ته ولاړ شي او حکومت دې ته اړ کړي چې د تحریک لبیک د غیرقانوني ګوند مشر سعد رضوي خوشې کړي.

د پاکستان حکومت له لاهور څخه د دې لاریون د پیل د مخنیوي په مقصد د پولیسو او دولتي ملېشې سرتېري موظف کړي دي.

چارواکو همدا راز د لاهور په ځینو سیمو کې پر سړکونو موانع ایښي دي.

عیني شاهدان وايي، وضعیت هغه مهال خراب شو چې پولیسو د لاریونوالو د مخنیوي هڅه وکړه.

پرون د لاهور ښار په ځینو برخو کې عادي نظم له منځه ولاړ او خلک د لارو د بندېدو او د لاریونوالو او پولیسو ترمنځ د نښتو له کبله خپلو کورونو ته په رسېدو کې له ستونزو سره مخامخ شول.

تحریک لبیک وايي چې د دوی مظاهره سوله ییزه ده. دوی د پولیسو او ملېشه ځواکونه د اوښکې بهوونکي ګاز په کارولو او د تشدد په پیل تورنوي.

د ګوند یو ویاند ساجدسیفي وویل چې د چارواکو له خوا د زور د کارولو له کبله سلګونه کسان ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې ګڼ شمېر کسان د اوښکې بهوونکي ګاز د کارولو له کبله له تنفسي ستونزو سره مخامخ دي.

تحریک لبیک د پولیسو او ملېشه ځواکونه د اوښکې بهوونکي ګاز په کارولو او د تشدد په پیل تورنوي.
تحریک لبیک د پولیسو او ملېشه ځواکونه د اوښکې بهوونکي ګاز په کارولو او د تشدد په پیل تورنوي.

سیفي تور ولګاوه چې پولیسو دوی ته اجازه ورنه کړه چې خپل ټپیان د علاج لپاره روغتونونو ته انتقال کړي.

عیني شاهدان وايي چې لاریونوال د اسلام اباد د لویې لارې په اوږدو کې روان وو.

د راپورونو له مخې پولیسو د دې لویې لارې او له شااوخوا سیمو څخه ښار ته د راغلیو سړکونو د بندولو لپاره کانتینرونه پر لارو کېښودل.

د پولیسو یوه ویاند رانا عارف وویل چې دوه پولیسو افسران د معترضانو له خوا د تیږو په ګوزارونو وژل شوي او یو بل ټپي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دوه تنه لاریونوال هم وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

لاهور له اسلام اباده تقریباً ۳۵۰ کیلومتره واټن لري او لاریونوالو د دې لپاره چې ځانونه په کتارونو کې هلته ورسوي بسونه او موټر کرایه کړي دي.

د تحریک لبیک یوه مشر اجمل قادري پرون وویل، د دې ګوند پلویانو د اسلام آباد پر لور اوږد لاریون وروسته له هغه پیل کړ چې له حکومت سره د رضوي د خوشې کولو لپاره د دوی خبرې ناکامې شوې.

په پاکستان کې دا مظاهرې داسې مهال پیل شوي چې صدراعظم عمران خان نن شنبې په یوه رسمي سفر سعودي عربستان ته ځي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG