د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

داعش د کندهار د برید پړه ومنله، ملګرو ملتونو پېښه وغندله او 'کرکجن' یې وباله


د کندهار په پېښه کې ۴۷ کسان وژل شوي.
د کندهار په پېښه کې ۴۷ کسان وژل شوي.

د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش په کندهار کې د شیعه ګانو په یو جومات کې د پرونۍ خونړۍ حملې مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

په دې برید کې چې د جمعې د لمانځه پر مهال وشو، لږ تر لږه ۴۷ کسان وژل شوي دي او لسګونه نور ټپیان شول.

په هغه بیان کې چې د جمعې په ورځ ناوخته د داعش اړوند ټولنیزو رسنیو اکاونټونو کې خپور شوی دې وسله والې ډلې ویلي چې دوو غړو یې د فاطمیه په نوم په کندهار کې د شیعه ګانو د جومات په دروازه کې ولاړ ساتونکي په ډزو ووژل او ورپسې یې یو د جومات په دروازه کې له ځان سره تړلو چاودیدونکو موادو چاودنه وکړه او بل یې دننه په جومات کې چاودیدونکې مواد وچول.

د داعش سره تړلې د اعماق خبري اژانس د بریدګرو نومونه انس الخراساني او ابو علي البلوچي یاد کړی او ویلي دي چې دواړه افغانان وو.

دا برید په کندز کې د شیعه افغانانو پر یو جومات د ورته خونړي برید څخه پوره یوه اوړنۍ وروسته کیږي.

په کندز کې هم هغه برید د جمعې د لمانځه پرمهال شوی چې لږ تر لږه ۴۶ کسان په کې وژل شوي او مسولیت یې د داعش د خراسان څانګې منلی و.

د داعش د وسله والې ډلې له خوا وروستیو خونړیو بریدونه دا وېره پیدا کړې چې په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د داعش وسله واله ډله چې هم له طالبانو او هم له لویدیځ سره دښمني لري په پیاوړي کېدو ده.

د کندز د برید د قربانیانو تدفین؛ یو شمېر لا هم ورک دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:11 0:00

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، په کندهار کې د جمعې د ورځې برید، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ډراماتیکې وتنې وروسته په دې هېواد کې تر ټولو مرګونی برید دی.

همدارنګه دا په کندهار کې چې د طالبانو د ظهور ټاټوبی دی د داعش ډلې تر ټولو لوی برید ګڼل کېږي.

طالبانو د کابل په شمول په ټول افغانستان تر واکمنېدو وروسته په ټینګار ویلي چې په افغانستان کې به سوله او ثبات ټینګ کړي او همدارنګه یې امریکا سره د دوحې تړون کې ژمنه کړې چې افراطي ډلو ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې په نورو هېوادونو کې د بریدونو لپاره کار واخلي.

خو د اسوشیټېډ پریس خبري اژانس وايي، د داعش ډلې له خوا ورستیو خونړیو بریدونو، د داعش د ګواښ د مخنیوي برخه کې د طالبانو د حکومت وړتیاوې ننګولي دي.

په کندهار کې د شیعه ګانو په جومات کې پرونۍ چاودنه په کورني او نړیوال کچه وغندل شوې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني کوتیریش د کندهار په امام بارګاه جومات کې دا برید "کرکجن" بللی دی او ټینګار یې کړی دی چې د ولسي خلکو پر وړاندې چې خپل مذهبي مراسم یې تر سره کول، د دې جنایت ترسره کوونکې باید عدالت ته راښکل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس هم پر خپل ټویټر دا برید غندلی دی، د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ویلي او زیاته کړې یې ده چې دا "په دې میاشت کې دریېم داسې برید دی" چې افغانستان کې ترسره کېږي.

هغه په سوله کې ژوند او عبادت د افغانان حق بللی دی.

XS
SM
MD
LG