د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ لړم ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۰۸

نړۍ

تایوان کې اور لګېدو ۴۶ کسان وژلي او ۴۱ نور ټپیان دي

ارشیف، تایوان کې ژغورونکې ډله

د تایوان د استوګنې په یوه ودانۍ کې د شپې له‌خوا د اور د لګېدو په پېښه کې ۴۶ کسان وژل شوي او ۴۱ تنه نور ټپیان دي. دا خبره نن تایواني چارواکو وکړه.

هغه ۱۳ پوړیزه ودانۍ چې اور په‌کې لګېدلې د کاوهوسینګ په ښار کې وه. د اوروژنې ادارې ویلې د اور لمبې ډېرې سختې وې او ډېر پوړونه‌یې ویجاړ کړي دي.

چارواکو ویلي اور وژونکو د نن ورځې تر ماسپښینه پورې د لټون او ژغورنې هڅو ته دوام ورکاوه.

د دې اور سبب معلوم نه‌دی، خو د اوروژنې ادارې په یو بیان کې ویلي د اور لمبو تر ډېره د ودانۍ هغه برخه سوځولې چېرې چې ډېرې ماتې ګوډې راټولې شوې وې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د پاکستان په لاهور کې د اسلامپالو لاریون په اخ او ډب واوښت 

لاهور؛ لاریون کوونکي

د پاکستان په لاهور ښار کې پرون د اسلامپالو معترضانو لاریون په اخ او ډب واوښت.

د پولیسو یوه ویاند رانا عارف وویل چې دوه پولیس افسران د معترضانو له خوا د تیږو په ګوزارونو کې وژل شوي او یو بل ټپي دی.

نوموړي زیاته کړه چې دوه تنه لاریونوال هم وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

تاوتریخوالی هغه مهال پیل شو چې د تحریک لبیک پاکستان زرګونه پلویانو له لاهوره د پلازمېنې اسلام اباد پر لور لاریون کاوه.

دوی غواړي چې د دې اوږده لاریون په ترڅ کې اسلام اباد ته ولاړ شي او حکومت اړ کړي چې د تحریک لبیک د غیرقانوني ګوند مشر سعد رضوي خوشې کړي.

امریکا: سوریه کې د القاعدې شبکې یو جګپوړی چارواکی ووژل شو

ارشیف؛ سوریه

د امریکا د مرکزي قومانداني په وینا په سوریه کې د القاعدې شبکې یو جګپوړی چارواکی ووژل شو.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ویاند تورن جان ریګزبي وویل چې عبدالحمید المطر پرون بې پیلوټه الوتکې په نښه کړ.

د بې پیلوته ایم کیو-۹ الوتکې دا برید د سوریې په شمال لویدېځ کې وشو.

ریګزبي څرګنده کړه چې داسې نښې نښانې یې نه دې ترلاسه کړې چې د دې حملې پر مهال دې ملکیانو ته زیان اوښتی وي.

چارواکي: د لاهور مظاهرو دوه پولیس او دوه لاریون کوونکي وژل شوي

ارشیف، د لاهور مظاهرې

د پاکستان په لاهور ښار کې پرون جمعه (د تلې ۳۰مه) د اسلامپالو معترضانو د مظاهرې په ترڅ کې تاوتریخوالی او مرګ ژوبله پېښه شول.

د پولیسو یوه ویاند رانا عارف وویل چې دوه پولیسو افسران د معترضانو له خوا د تیږو په ګوزارونو وژل شوي او یو بل ټپي دی.

نوموړي زیاته کړه چې دوه تنه لاریونوال هم وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

تاوتریخوالی هغه مهال پیل شو چې د تحریک لبیک پاکستان زرګونه پلویانو له لاهوره د پلازمېنې اسلام اباد پر لور لاریون کاوه.

دوی غواړي چې د دې اوږه لاریون په ترڅ کې اسلام اباد ته ولاړ شي او حکومت اړ کړي چې د تحریک لبیک د غیرقانوني ګوند مشر سعد رضوي خوشې کړي.

د پاکستان حکومت له لاهور ه د دې لاریون د پیل د مخنیوي په مقصد د پولیسو او دولتي ملېشې سرتېري موظف کړي دي. چارواکو همدا راز د لاهور په ځینو سیمو کې پر سړکونو موانع ایښي دي.

لاهور له اسلام اباده تقریباً ۳۵۰ کیلومتره واټن لري او لاریونوالو د دې لپاره چې ځانونه په کتارونو کې هلته ورسوي بسونه او موټر کرایه کړي دي.

اروپايي ټولنې پر بېلاروس د نوېو بندیزونو ملاتړ وکړ

د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا وان دیرلین وویل، دا ټولنه به پر لوکاشینکا فشار ته دوام ورکړي.

د اروپايي ټولنې مشرانو پرون جمعه(د تلې ۳۰مه) پر بېلاروس د نوېو بندیزونو ملاتړ وکړ.

اروپايي ټولنه هیله لري چې د دې بندیزونو په نتیجه کې به د بېلاروس مستبد مشر الکساندر لوکاشینکا د دې هېواد له سرحده اروپايي ټولنې ته د غیرقانوني کډوالو له استولو لاس واخلي.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا وان دیرلین پرون د اکتوبر په ۲۲مه نېټه د اروپايي ټولنې له سرمشریزې وروسته وویل چې دا ټولنه به پر لوکاشینکا فشار ته دوام ورکړي.

مېرمن وان دېرلین پر لاوکاشینکا تور ولګاوه چې له اروپايي ټولنې د غچ اخیستو په خاطر له کډوالو څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

په دې وروستیو کې زرګونه کډوال له بېلاروسه په خاص ډول لیتوانیا او پولنډ ته اوښتي چې په پایله کې یې د اروپايي ټولنې دا دوه غړي هېوادونه د بېړني حالت اعلان او په خپلو سرحدونو کې د تدابیرو پیاوړي کولو ته اړ شول.

کاسوو له خپل هېواده دوو روسي ډپلوماتانو ته د وتلو امر کړی

د کاسوو ولسمشره ویوسا عثماني

کاسوو دوو روسي ډپلوماتانو ته د وتلو امر کړی او مسکو یې د بې ثباتۍ لپاره په فعالیتونو تورن کړی دی.

ولسمشرې ویوسا عثماني پرون جمعه د (د تلې ۳۰مه) وویل چې په کاسوو کې د روسیې د اړیکو د دفتر دوه روسي ډپلوماتان نامطلوب کسان بلل شوي او ورته ویل شوي دي چې له دې هېواده ووځي.

مېرمن ویوسا زیاته کړه چې د کاسوو حکومت د روسیې د ناوړه فعالیتونو او په سیمه کې د مسکو د نیابتي کړیو پرضد مقابلې ته ژمنه ده.

د کاسوو ولسمشرې وویل، د دې کړیو هدف د کاسوو، متحدوایالاتونو، ناټو او اروپايي ټولنې د ګډو لاسته راوړونو زیانمنول دي.

په بنګله دیش کې د روهینګايي مهاجرانو کمپ کې برید۷ تنه وژلي

ارشیف

په بنګله دیش کې د روهینګايي مهاجرانو په یو کمپ کې د یوې حملې په پایله کې ۷ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

دا پېښه د میانمار سره پولې ته نږدې د کډوالو په یوه کمپ کې شوې ده.

په سیمه کې د پولیسو یوه مسئول رسنیو ته ویلي چې وسله والو د چړو په ګزارونو او د وسلې په ډزو سره دا کسان وژلي.

تر اوسه د پېښې مسئولیت چا نه دی منلی.

روسیه کې د باروتو د جوړولو په فابریکه کې چاودنې  ۱۶ کسان وژلي

روسیه کې د باروتو په فابریکه کې شوې چاودنې

په روسیه کې د وسلو لپاره د باروتو د جوړولو په یوه فابریکه کې چاودنې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژلی دي.

په دغه پېښه کې یو تن بل ټپي شوی دی.

د ټاس خبري اژانس په حواله چې پېښه د مسکو ښار څخه ۲۷۰ کیلومتر لېرې د رایزان سمیې د باروتو جوړلو په یوه فابریکه کې شوې.

له دغې چاودنې وروسته د اورلګېدنې د کابو کولو لپاره د اضطراري حالت ۱۷۰ کار کوونکي او د نجات ۵۰ نقلیه وسیلې سیمې ته استول شوي دي.

د اضطراري حالت وزارت سرپرست الکساندر چوپيریان د پېښې په سیمه کې رسنیو ته ويلي چې د باروتو جوړولو په دغه فابریکه کې د ټکنالوژۍ د پروسس د بهیر له چارو سرغړونه د چاودنې سبب شوې.

بایډن: که چین پر تایوان برید وکړي امریکا به له تایوانه دفاع وکړي

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر جوبایډن

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر جوبایډن وایي، که چین د تایوان په ټاپو وزمې برید وکړي امریکا به له تایوانه دفاع وکړي.

ښاغلي بایډن په یوې ناسته کې چې پرون له سي اېن اېن ټلوېزیونه په ژوندۍ بڼه خپرېده له تایوان سره د امریکا د تعهداتو ډاډ ورکړ.

د بایډن دا څرګندونې د امریکا له هغې اوږدمهالې پالیسۍ سره په ټکر کې بلل شوي چې ځان په جګړه کې له پوځي مرستو پرته د تایوان د دفاعي پیاوړتیا په برخه کې د مرستې لپاره ژمنه بولي.

جوبایډن د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا متحده ایالاتونه کولی شي د چین له چټک پوځي پرمختګ سره سیال وي وویل چې نړۍ پوهېږي امریکا په تاریخ کې تر ټولو غښتلی پوځ لري.

ولسمشر بایډن د چین له جمهور رییس شي جین پینګ سره د خپلې اوږدې اړیکې ته په اشاره وویل چې نه غواړي سړه جګړه پیل کړي خو غواړي چین ته وپوهوي چې امریکا نه په شا کېږي.

له بایډن او کانګرسه د ازادې اروپا راډیو زنداني خبریال یسپېنکو غوښتنې

ولادېسلاف یسپېنکو

د ازادې اروپا راډیو زنداني خبریال ولادېسلاف یسپېنکو د امریکا له ولسمشر جو بایډن او د کانګرس له غړو غوښتي دي چې تر ۱۰۰ زیاتو هغو سیاسي بندیانو د خوشې کولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي چې په کریمیا کې د هغوی د فعالیتونو پر سر د روسیې د استخباراتو ملي ادارې 'اېف.اېس.بي' په بند کې دي.

یسپېنکو چې د ۲۰۲۱میلادي کال له مارچ راهیسې د روسیې تر اشغال لاندې کرېمیا سیمه کې بندي دی، دا غوښتنه په هغه لیک کې کړې چې پرون په واشنګټن کې د اوکراین په سفارت کې په لومړي ځل په عام محضر کې ولوستل شو.

نوموړي په لیک کې له بایډن او د کانګرس له غړو غوښتي چې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ته "واضحه پیغام ورکړي چې امریکا له اوکراین سره ولاړه ده."

واشنګټن پر روسیې غږ کړی چې په کریمیا کې د بشري حقونو سرغړونې ودروي او ټول سیاسي بندیان خوشې کړي.

لیک د یسپېنکو ښځې کیترینا یسپېنکو خپله امریکا ته وړی دی.

نوموړې اوس مهال د امریکا په سفر ده چې هلته له چارواکو سره وګوري او په کرېمیا کې یې له وضعیته خبر کړي.

روسیې په ۲۰۱۴میلادي کال کې د اوکراین ټاپو وزمه کریمیا سیمه له ځان سره وتړله.

د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون لسګونه هېوادونو د مسکو دا اقدام وغنده او دریځ لري چې کرېمیا د اوکراین برخه ده.

ډونالډ ټرمپ ځانته د حقیقت په نامه یوه ټولنیزه رسنۍ جوړوي

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ترمپ

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ترمپ د حقیقت په نامه ځان ته یوه ټولنیزه رسنۍ جوړوي.

د ټرمپ د ټکنالوژي او رسنیو برخې مسئولانو د اکتوبر په ۲۰مه نېټه وویل چې دا ټولنیزه رسنۍ به په راتلونکي کې د ټویټر او فیسبوک په څېر یوه له لویو رسنیو څخه وي.

ټرمپ ویلي چې دا ورته د منلو نه ده کله چې طالبان په ټویټر کې پراخ حضور لري، خو په خبره یې د امریکا د خلکو د خوښې ولسمشر خاموش کړل شوی.

د جنوري په شپږمه نېټه د کانګرس پر ودانۍ د ټرمپ د پلویانو له حملې وروسته د فیسبوک او ټویټر پر ټولنیزو رسنیو د ټرمپ اکاونټونه بند کړل شول.

د ټرمپ پلویانو غوښتل چې د امریکا د ولسمشر په توګه د جوبایډن د تائید کېدو مخه ونیسي.

امریکا او څو اروپايي هېوادونو د شمالي کوریا راکټي ازموینې غندلي

د شمالي کوریا د راکټي ازموینې

متحده ایالاتونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څو اروپايي غړو هېوادونو د شمالي کوریا وروستۍ راکټي ازموینې غندلي او ویلي یې دي، دا اقدام ښیي چې پر دغه هېواد د بندیزونو زیاتوالي ته بېړنۍ اړتیا ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره لینډا توماس پرون له شمالي کوریا وغوښتل چې خپل غیر مسئولانه پاروونکي اقدامات دې ودروي.

په همدې حال کې ایرلنډ، فرانسې او استونیا هم له شمالي کوریا غوښتي چې د اټمي پروګرام په ګډون دې د بالسټیک توغندیو له پروګرامه لاس واخلي او خپل بې ثباته کوونکي اقدامات دې ودروي.

دا ټولې تبصرې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د تړلو دروازو تر شا له یوې بېړنۍ غونډې مخکې مطرح شوي.

ملګرو ملتونو ته د امریکا استازي توماس ګرینفېلډ د ملګرو ملتونو له ټولو هېوادونو وغوښتل چې پر شمالي کوریا لګېدلي د ملګرو ملتونو بندیزونه دې په بشپړه ډول عملي کړي.

ده زیاته کړه چې د دغو بندیزونو په عملي کولو سره به د شمالي کوریا مخه ونیول شي چې د ډله ییزې وژنې وسلو او د بالسټیک توغندیو جوړولو لپاره مالي او تکنالوژکي امکانات تر لاسه کړي.

شمالي کوریا ویلي، د وسلو د وروستیو ازموینو هدف يې امریکا نه وه او دا اقدام یې د خپل هېواد د دفاع په خاطر کړی دی.

د امریکا د درملو ادارې د کرونا واکسین تقویتي ډوز د تطبیق اجازه ورکړه

د کرونا ضد واکسین

د امریکا د خوړو او درملو د تنظیم ادارې FDA د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د موډرنا او جانسن اېنډ جانسن واکسینونو تقویتي ډوز ته هم اجازه ورکړه او ویې ویل چې خلک به د واکسینونو تقویتي ډوز په خپل انتخاب کوي.

د دغې ادارې د چهارشنبې د ورځې د پرېکړې له مخې په میلیونونو امریکایانو ته لاره پرانېستل کېږي چې د کرونا ویروس ضد تقویتي ډوز ترلاسه کړي.

له دې مخکې دغې ادارې یوازې د فایزر- بایونټیک واکسین تقویتي ډوز ته اجازه ورکړې چې د دوو ډوزو له بشپړېدو وروسته په شپږو میاشتو کې د تطبیق وړ دی، هغه هم له ۶۵ کلونو پورته عمر لرونکو او هغو ته چې د سختې ناروغۍ له خطر سره مخامخ دي.

خو د امریکا د خوړو او درملو د تنظیم د ادارې د نوې پریکړې له مخې، له عمر او نورو عواملو پرته ټول امریکایان کولی شي، له دې پرته چې مخکې یې کوم واکسین اخیستی، په خپله د دغو درېیو واکسینو تقویتي ډوز انتخاب کړي.

د پاکستان باجوړ کې ۵ پاکستاني سرتیري د ماین چاودنې ووژل

ارشیف، پاکستاني سرتیري

لږ تر لږه پنځه پاکستاني سرتیري د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې پرون چهارشنبه (د تلې په ۲۸مه نېټه) ووژل شول.

د عبدالسمیع خان په نوم د پولیسو یوه افسر خبریالانو ته وویل چې دوه عسکر او یو شمېر پولیس هغه وخت ووژل شول چې په باجوړ کې د دوی پر موټر د سړک د غاړې بم وچاودېد.

د پاکستان تحریک طالبان ډلې په یوه بیان کې د دې برید مسوولیت منلی دی.

باجوړ چې له کونړ سره نژدې پروت دی د هغو وسله والو غښتلی مرکز دی چې له القاعده سره ارتباط لري.

د پاکستان پوځ بیا په یوه بیان کې ویلي دي چې په همدې سیمه کې د پاکستان د پوځیانو پر پوسته د ډزو پرمهال یوعسکر وژل شوی دی.

الکسي ناوالنۍ د سږکال د سخاروف جایزې ګټونکی اعلان شو

د روسیې د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالنۍ

د روسیې د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالنۍ د سږکال د سخاروف جایزې ګټونکی اعلان شو.

له دې موضوع دوو خبرو سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې اروپايي قانون جوړوونکو نن د دې جایزې لپاره ناوالنۍ غوره کړ.

یو شمېر افغان ښځې او یو بولیویايي بندي سیاستوال هم دې جایزې ته کاندیدان شوي وو.

ټاکل شوې ده چې د دې جایزې ګټونکی د اکتوبر په شلمه رسماً اعلان شي.

پیکېنګ کې تر ژمنیو المپیک لوبو مخکې د کرونا ضد درېیم ډوز واکسین پیل شو

چین کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق لړۍ

د چین په پلازمېنه پیکېنګ کې په فبرورۍ میاشت کې تر ژمنیو المپیک لوبو مخکې د کرونا ویروس پر ضد درېیم ډوز یا کمکي واکسین پیل شو.

کمکي واکسین هغو کسانو ته ورکول کېږي چې عمرونه‌یې تر ۱۸ ډېر دي او لږترلږه ۶ میاشتې مخکې یې د کرونا پر ضد بشپړ واکسین کړی وي.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې پیکېنګ د سختو مقرراتو په منځ کې د ژمنیو المپیک لوبو لپاره تیاری نیسي.

په لوبغالو کې به یوازې چینايي نندارچیانو ته اجازه ورکول کېږي او د ګډونوالو لوبغاړو لپاره هم د واکسین او یا پیکېنګ ته تر رسېدو وروسته ۲۱ ورځې قرنطین شرط ایښودل شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG