د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

امریکا او بریتانیا خپلو اتباعو ته؛ کابل کې له ګڼه ګوڼو سیمو او هوټلونو لیرې اوسئ


ارشیف؛ کابل
ارشیف؛ کابل

امریکا او بریتانیا په افغانستان کې له خپلو وګړو غوښتي چې د شته ګواښونو په دلیل خپل ځاني امنیت ته پام وساتي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد اتباع دې له مزدحمو ځایونو په ځانګړې ټوګه له سرینا هوټل څخه چې تر ډېره مېلمانه‌یې بهرنیان دي، ځان لیرې وساتي.

په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی: "هغه امریکايي وګړي چې په سرینا هوټل کې دننه یا ورته نږدې اوسي، باید د امنیتي ګواښونو له کبله ژر تر ژره له هغه ځایه ووځي."

کابل سیرینا هوټل
کابل سیرینا هوټل

د امریکا سربېره د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم له خپلو وګړو غوښتي چې د امنیتي تهدیداتو د زیاتېدو له امله، په کابل کې په مزدحمو سیمو کې په هوټلونو کې له اوسېدو ډډه وکړي.

د امریکا او بریتانیا حکومتونه په داسې حال کې په افغانستان کې خپل وګړو ته خبرداری ورکوي چې له ګڼه ګوڼو ځایونو ځان لیرې وساتي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د داعش ډلې حملې زیاتې شوي.

داعش ډلې په خپله وروستۍ حمله کې چې د ځانمرګي په وسیله‌یې تېره جمعه د کندز ښار په سید اباد سیمه کې د شیعیانو پر یوه جومات ترسره کړه، څه باندې ۵۰ کسان‌یې ووژل او ۱۵۰ تنه نور یې ژوبل کړل.

د کندز یوه جومات کې وروستۍ چاودنه
د کندز یوه جومات کې وروستۍ چاودنه

له دغه بریده یوه ورځ وروسته په کابل کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د داعش ډلې د ختمولو په هدف‌یې عملیات پیل کړي.

داعش ډلې د اګسټ میاشتې په وروستیو کې هم کله چې امریکایان له افغانستان څخه د وتلو بهیر پر مخ بیولو، یوه ځانمرګې حمله ترسره کړه چې په‌کې لږ تر لږه د ۱۳ امریکايي وګړو په ګډون نږدې ۲۰۰ کسان ووژل شول او له سلو ډېر نور په‌کې ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG