د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

کندز کې ځانمرګی برید؛ طالبان: ډېر ژر به د داعش 'ټغر' ورټول کړو


د داعش ډله
د داعش ډله

داعش، هغه ډله چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره سم یې خونړي بریدونه وکړل او د طالبانو هغه ادعا یې وننګولې چې ګنې په ټول افغانستان کې یې سل سلنه امنیت خوندی کړی دی.

د طالبانو د واکمنۍ له پیلېدو سره سم، داعش ډلې د ۳ ځانمرګو په ګډون نږدې لس بریدونه کړي چې په کې یې ملکیان او تر خوا یې طالب نظامیان په نښه کړي.

له دې بریدونو چې د مرګ ‌ژوبلې شمېر یې لوړ و، د اګسټ په ۲۶مه د کابل د هوايي ډګر په یوه دروازه کې د اکټوبر په ۳مه نېټه د کابل په عیدګاه جومات او په کندز کې د جمعې د ورځې پېښه خونړۍ حملې د یادونې دي.

چارواکو: په کندز کې پر یو جومات برید کې ۴۶ کسان وژل شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:56 0:00

د دې تر څنګ دغه ډله توانېدلي چې په ننګرهار، پروان او کونړ کې د طالبانو نظامي موټرې په نښه کړي او سرتېرو ته یې مرګ‌ژوبله واړوي.

طالبان دې بریدونو ته په کتو وايي، د داعش ډلې د ختمولو عملیات یې پیل کړي.

د طالبانو په مشرۍ حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د دوی ځواکونو د داعش ډېر مرکزونه کشف او له‌منځه وړي دي.

مجاهد وویل: "د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې د دوی له ۲۵ زیات کسان نیول شوي او د کابل، پروان او ننګرهار اړوند سیمو کې یې څلور مهم مرکزونه له‌منځه وړل شوي او زموږ عملیات لا هم پسې روان دي. دوی به دا ډول جنایات وکړي، خو دوام نه شي ورکولی، ځکه موږ دوی پسې یوو. د بېخ‌ ایستلو لپاره یې عملیات روان دي."

د طالبانو دا لوړ پوړی چارواکی پر ملکیانو بریدونه د داعش د ځواکمنتیا په معنی نه بولي او زیاتوي، ژر به د دې ډلې ټغر ور ټول کړي.

ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د دوی ځواکونو د داعش ډېر مرکزونه کشف او له‌منځه وړي دي.
ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د دوی ځواکونو د داعش ډېر مرکزونه کشف او له‌منځه وړي دي.

خو د امنیتي مسایلو یو شمېر کارپوهان د طالبانو له دې خبرې سره موافق نه دي چې ګنې داعش د افغانستان د خلکو او د طالبانو د اوسني نظام لپاره لوی ګواښ دی.

شفیق همدم چې د افغانستان په امنیتي برخه کې یې کلونه کار کړی ازادي راډیو ته وویل، داعش نه یوازې د طالبانو اوسني نظام ته، بلکې د افغانستان ګاونډیانو، سیمه‌ییزو هېوادونو او ان د امریکا د ملي امنیت لپاره هم جدي ګواښ بلل کېږي.

همدم وایي: "د دوی وروستي بریدونه او هغه پېښې چې د افغانستان په ختیځ، شمال او مرکز کې ولیدل شوې، دا د دې ښکاروندی دی چې همدا اوس او په راتلونکي کې نه یوازې دا چې داعش د افغانستان د سولې او ثبات لپاره ګواښ دی، بلکې د طالبانو د بقا، مشروعیت او د دوی د سیاسي حیات د تداوم لپاره یو ستر ګواښ بلل کېږي."

ښاغلی همدم داعش یوه نړیواله پدیده بولي او زیاتوي، طالبان په یوازې ځان نه شي کولی چې دا ډله په بشپړ ډول له‌منځه یوسي.

سیاسي کارپو شفیق همدم داعش نه یوازې د طالبانو اوسني نظام ته، بلکې سیمې ته هم ګواښ ګڼي.
سیاسي کارپو شفیق همدم داعش نه یوازې د طالبانو اوسني نظام ته، بلکې سیمې ته هم ګواښ ګڼي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل سره سم، په ټول افغانستان کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکړ او ویې ویل، نور هېڅ سیمه او ځای تر ګواښ لاندې نه دی.

خو د طالبانو د دې ادعا بر عکس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر اندري رودنکو ویلي، شواهد ښيي طالبان نه شي کولی د افغانستان په شمال کې امنیتي وضعیت کنټرول کړي.

بلګراین میلټري روسي وېب پاڼې د ښاغلي رودنکو له قوله لیکلي: "دوی د افغانستان په شمال کې وروستی وضعیت څاري او ښکاري چې طالبان پر حالاتو مسلط نه دي."

طالبان که څه هم د روسیې د دې لوړ پوړي چارواکي د څرګندونو په غبرګون کې څه نه وايي، خو له دې وړاندې یې په ټول افغانستان د خپلې واکمنۍ خبره کړې او زیاتوي، د واک جزیرې او امنیتي ګواښونه یې له‌ منځه وړي.

XS
SM
MD
LG