د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

ډيپلومات: افغانستان تر ۱۰۰ ډېرو اویغور کورنیو کوربه دی چې د چین له حکومته وېره لري


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ډیپلومات

ډيپلومات خپرونه لیکي، افغانستان تر ۱۰۰ د ډېرو اویغور کورنیو کوربه دی چې اکثرو یې د څو لسیزو په ترڅ کې ارامه ژوند کړی دی او اوس د چین له حکومته وېره لري.

د ډیپلومات په مقاله کې وړاندې راغلي چې ځیني اویغور کورنۍ په ۷۰مه میلادي لسیزه کې افغانستان ته د دواړو هېوادونو ترمنځ له واړه سرحده اوښتي او په ۹۰مه لسیزه کې بیا یو شمېر اویغوران له پاکستانه وروسته تر دې افغانستان ته کډه شوي چې د اسلام‌اباد او پیکېنګ اړیکې ډېرې تودې شوې.

د دې مقالې د لیکوال په باور، چین پخوا کاذبه ادعا کوله چې د اویغورانو ترورېستي تهدید په افغانستان کې شته، بل لور ته متحده ایالات پر پیکېنګ فشار راولي چې د اویغورانو د ځپلو له تګلارې لاس واخلي.

ډیپلومات بیا لیکي، په افغانستان کې مېشت اویغوران چین ته د ورسپارلو له خطر سره مخامخ دي او واشنګتن باید له دې کسانو سره مرسته وکړي کنه په چین کې به دا کسان زنداني شي او شکنجه به شي.

د ډیپلومات په دې مقاله کې بیا یوه راپور ته چې د اګسټ په ۱۱مه خپور شوی دی اشاره شوې ده.

په دې راپور کې د اویغورانو د بشري حقونو او د منځنۍ اسیا د چارو لپاره د اکسوس په نوم د ټولنې په وینا راغلي چې له ۱۹۹۷ کال راپه دې خوا ۲۱ داسې قضیې ثبت شوي چې په افغانستان او پاکستان کې یا اویغوران نیول شوي یا چین ته سپارل شوي دي.

همداراز ۹۰ داسې نورې ورته پېښې په دې موده کې ثبت شوي چې د دې کسانو بشپړه سوانح نه‌ده روښانه شوې.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د تاجکستان څانګې په یوه نوي راپور کې څرګنده کړې ده چې طالبانو له چین سره له سرحدي سیمو اویغوران لیرې کړي دي. په دې راپور کې دا مسئله نه‌ده روښانه شوې چې طالبان به دا کسان چین ته وسپاري که به‌یې ونه‌سپاري، خو دا اقدام د طالبانو او چینایانو ترمنځ د همکارۍ یوه نوې نښه بلل شوې ده.

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې بیا د اګسټ له ۱۵مې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی د افغانستان پر موسیقي یوه لیکنه خپره کړې ده.

د دې مقالې په پیل کې راغلي دي چې پر کابل د طالبانو تر واکمنۍ مخکې به د دې ښار له رستورانتونو او د ایسکریم له دکانونو د افغاني یا بهرنۍ موسیقي غږونه اورېدل کېدل او په دې ډول به‌یې خپل مشتریان هڅول چې رستورانت ته ورشي، خو اوس دا غږونه غلي شوي ځکه چې د طالبانو په باور موزیک له اسلام سره په ټکر کې دی.

د دوشنبې په ماښام د افغانستان د موسیقي د ملي انستیتیوت تر ۱۰۰ ډېر زده‌کوونکي او استادان له کابله پلازمېنې دوحې ته ورسېدل.

د دې ډلې نیمایي نجونې او مېرمنې دي. ټاکل شوې ده چې دوی له قطر څخه پرتګال ته ولېږدول شي.

د افغانستان د موسیقي ملي انستیتیوت بنسټ ایښودونکي احمد ناصر سرمست فرانس پرس اژانس ته وویل چې د موسیقي د دې زده‌کوونکو او استادانو له وتلو وروسته‌یې دا هیله ژوندۍ شوې ده چې په بهر کې د دوی په مرسته د افغانستان د موسیقي چارې تنظیم کړي.

XS
SM
MD
LG