د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

په افغانستان د وارداتي برېښنا پرې کېدو په اړه اندېښنو ته د برېښنا شرکت غبرګون


د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

د بې‌کارۍ، فقر او په بانکونو کې د پیسو د نه‌ورکړې سربېره اوس د کابل ښار اوسېدونکي د برېښنا د احتمالي پرې کېدو په تړاو هم اندېښمن دي.

دوی وايي، د طالبانو له راتګ سره خلک د خوراکي توکو له کمښت او بې‌پیسګۍ سره لاس او ګرېوان دي او پیسو ته د سختې لاسرسۍ له وجې ان نه‌شي کولای د برېښنا بلونه پرې کړي.

دوی زیاتوي، که خلک د برېښنا بلونه او برېښنا شرکت خپل پورونه ورنه‌کړي د کابل ښار به په نږدې راتلونکي کې تیاره شي.

د کابل ښار اوسېدونکی منصور وايي: "معاش نه‌لرم، خپلې سپما پیسې مې په بانک کې بندې پاتې دي، په همغه اندازه پیسې له بانک اخلم چې خپل خوراکي توکي پرې وپېرم، که په ژمي کې برېښنا نه‌وي خلک به څه کوي، د طالبانو حکومت باید د خلکو ستونزې او د برېښنا پورونه ورکړي."

آرشیف
آرشیف

د کابل ښار بل اوسېدونکي همایون وویل: "کار نه‌شته پیسې له کومه کړم، د برېښنا بل څنګه پرې کړم؟ ما پخوا د ورځې له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې کار کاوه، اوس په ورځ کې ۵۰ افغانۍ کار کوم، په دې ۵۰ افغانیو ډوډۍ واخلم که برېښنا بل ورکړم."

دغه اندېښنې په داسې حال کې را څرګندېږي چې د افغانستان برېښنا شرکت ځینو پخوانیو چارواکو ویلي و که د برېښنا پاتې پورونه صادروونکو هېوادونو ته ورنه‌کړل شي د دې احمتال شته چې په افغانستان برېښنا پرې شي.

د افغانستان د برېښنا شرکت پخواني مشر داوود نورزي له وال سټریټ ژورنال سره په مرکه کې ویلي چې برېښنا شرکت د پورونو کچه ۹۰ ملیونه ډالرو ته رسېدلې او دغه شمېر د زیاتېدو په حال کې دی.

د افغانستان برېښنا شرکت مخکېنی مشر داوود نورزی
د افغانستان برېښنا شرکت مخکېنی مشر داوود نورزی

دې ټولو اندېښنو ته بیا د افغانستان د برېښنا شرکت عملیاتي مشر صفي‌الله احمدزی وايي: "هغه اندېښنې چې په دې برخه کې دي، موږ یې په اړه اقدام کړی، له هغه هېوادونو سره چې قراردادونه لرو ورته ویلي مو دي چې په افغانستان کې حالت بحراني دی، په افغانستان کې بانکي سیستم خراب دی، د اوس لپاره بانکي سیستم موږ ته اجازه نه‌راکوي چې ستاسو پورونه درکړو او د هغوی له‌خوا موږ ته دا ډاډ راکړل شوی چې ستاسو برېښنا نه‌پرې کوو."

ښاغلی احمدزی وايي، برېښنا شرکت تر اوسه له ګاونډیو هېوادونو څخه د برېښنا په برخه کې ۶۲ ملیونه ډالره پوروړی دی او د بانکونو له بشپړ فعاله کېدو سره به دغه پورونه ورکړل شي.

افغانستان اوس‌مهال له تاجکستان، اوزبکستان، ترکمنستان او ایران څخه برېښنا واردوي چې په کلني ډول بیه‌یې شااوخوا ۳۰۰ ملیونه ډالرو ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG