د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ لړم ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۱۱

د ایران پولې ته نږدې پوځي تمریناتو د تهران او باکو ترمنځ کړکېچ زیات کړی


له اذربایجان سره پر ګډه پوله د ایران پوځي تمرینات

د تهران او باکو ترمنځ په دې وروستیو کې کړکېچ وروسته له هغې زیات شوی چې اذربایجان د ایران پولې ته نږدې پوځي تمرینات ترسره کړل او تهران هم ورته اقدام وکړ.

اذربایجان په تېره سپټمبر میاشت کې د ایران د پولې په ۵۰۰ کیلومترۍ کې پوځي تمرینات ترسره کړل.

په دغو تمریناتو کې پاکستان او ترکیې چې یو یې په سیمه کې اټمي وسله لري او بل د ناټو مهم غړی دی، ګډون کړی و.

تورج اتابکي چې د هالنډ په لیډن پوهنتون کې د ختیځ او مرکزي اسیا د څانګې رئیس دی وایي، د ایران او اذربایجان په اړیکو کې د کړکېچ زیاتیدا نور عوامل هم لري او زیاته‌یې کړه، باکو ارمنستان ته د ایراني لاریو تګ محدود کړی او په دې وروستیو کې یې دوه ایراني لارۍ چلوونکي هم نیولي او بل دا چې د اذربایجان او اسرائیل ترمنځ چې ایران‌یې په سیمه کې سخت دښمن بولي، اړیکې پراخې شوې دي.

له اذربایجان سره پر ګډه پوله د ایران پوځي تمرینات
له اذربایجان سره پر ګډه پوله د ایران پوځي تمرینات

هغه د ازادي راډیو فردا څانګې ته د ایران د اندېښنو په باب وویل: "د ایران د اسلامي جمهوریت اندېښنه پر ځای ده او هغه په سیمه کې د اسرائیل په ښکاره حضور پورې تړلې چې د ۱۹۹۳ کال راهیسې له کله چې اذربایجان د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته خپلواکي اعلان کړې او اسرائیل په باکو کې خپله استازولي پرانیسته، تر اوسه دغه حضور دوام لري. اسرائیل او اذربایجان نږدې اړیکې درلودې او وروسته دغه اړیکې تر پوځي او امنیتي همکاریو پورې پراخې شوې."

تهران له اذربایجان سره شمال لوېدیځې پولې ته نږدې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د پوځي تجهیزاتو له ځای پر ځای کېدو وروسته د اکټوبر په لومړۍ نېټه په سیمه کې پوځي تمرینونه پیل کړل چې دې مسئلې هم د دواړو هېوادونو په اړیکو کې کړکېچ لا زیات کړ.

د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌اف د روانې اوونۍ په پیل کې د ایران پوځي تمرینونه د اندېښنې وړ وبلل او ویې‌ویل چې د تهران دغو اقداماتو دی حیران کړی دی.

علي‌اف وویل، دا د هر هېواد حق دی چې په خپله خاوره کې پوځي تمرینونه ترسره کړي، خو د ده په خبره هغه ولې اوس او هغه هم د اذربایجان له پولې سره؟

د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌اف
د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌اف

ښاغلي علي‌اف دغه‌راز وویل چې ایران ۲۰ کاله مخکې دغه پولې ته نږدې د قدرت ورته ننداره ښکاره کړې وه.

د ایران په پوځي تمرینونو کې د دې هېواد توپچي قواوو، بې‌پیلوټه الوتکو او هلیکپټرو برخه اخیستې وه.

تر دې مخکې د سپټمبر په ۱۲مه د پولې بلې غاړې ته په هغو تمرینونو کې چې د ۲۰۲۱ کال د درېیو وروڼو په نوم پیل شوي وو، د اذربایجان، پاکستان او ترکیې ځواکونو ګډون کړی و.

دغو هېوادونو ویلي چې له دغو پوځي تمرینونو یې هدف د درې واړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ د اړیکو پیاوړي کول دي، خو پر هغو په اردبیل ښار کې د ایران د ستر مشر ایات‌الله علي خامنه‌یي استازي سخت انتقاد وکړ او د اذربایجان حکومت ته‌یې خبرداری ورکړ چې د زمري له لکۍ سره دې لوبه نه‌کوي.

XS
SM
MD
LG