د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

افغان فوټبالرانې پرتګال کې پناه واخیسته؛ د لوبډل مشرې هرکلي حیرانه کړل


د افغانستان د نجونو د فوټبال د ټیم لوبغاړې
د افغانستان د نجونو د فوټبال د ټیم لوبغاړې

د افغانستان د نجونو د فوټبال د ټیم لوبغاړې چې په وروستیو کې یې په پرتګال کې پناه اخیستې ده، په دې هېواد کې هغه وخت حیرانې شوې چې د ملي ټیم کیپتانه یې ناببره لیدو ته ورغله.

فرخنده محتاج چې یوه مسلکي لوبغاړې ده او په تېرو څو اوونیو کې یې د نورو لوبغاړو په ایستلو کې مرسته وکړه، د پرتګال پلازمېنې لېزبون ته لاړه چې دې هېواد ته له راغلیو افغان لوبغاړو سره وویني.

دوی چې د خپلو کورنیو له غړیو سره د سیند په غاړه راټولې شوې وې، فرخندې محتاج ته غېږ ورکړه، اوښکې یې توی کړې او ویې خندل.

فرخنده محتاج د ملي ټیم کیپتانه
فرخنده محتاج د ملي ټیم کیپتانه

له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو او د افغانستان د حکومت له پرزېدو وروسته دا نجونې د خپلو کورنیو له غړیو سره له افغانستانه ووتلې. دوی وېره لرله چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې به یې ژوند تریخ شي.

د دوی په منځ کې یوه هم سارا وه.

پنځلس کلنې سارا رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په افغانستان کې نجونو او ښځو ته ژوند سخت شوی دی: "په افغانستان کې د ښځو، د نجونو او ځوانانو لپاره ژوند خورا سخت دی. د نجونو لپاره ښې اسانتیاوې نه شته. زما ارمان دا دی چې د کریسټیانو رونالډو په شان یوه ښه لوبغاړې شم او د دې ترڅنګ غواړم یوه لویه سوداګره شم."

طالبانو یوه نیمه میاشت پخوا کابل ونیوه او ورپسې یو شمېر نجونو او ښځو د خپلو حقونو لپاره مظاهرې وکړې.

طالبانو تراوسه پورې له شپږم ټولکي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې خو ویلي یې دي چې د نجونو د زده کړو لپاره پر یوې لایحې کار کوي.

XS
SM
MD
LG