د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

فعالانې: که طالبان د ښځو حقونه رعایت نه کړي نړیواله انزوا به یې دوام وکړي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د بشري حقونو د څار اداره په افغانستان کې د ښځو په اړه د طالبانو پر اقداماتو اندېښنه ښيي.

د دې سازمان د ښځو د برخې مشرې هیډربار ازادي راډیو ته وویل، طالبان اکثره هغه پالیسۍ چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ عملي کولې، بیا تطبیقوي چې یو وار بیا د ښځو حقونه ورسره محدودېږي.

اغلې بار زیاته کړه: "​مهمه ده چې را په زړه یې کړو چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې طالبانو ونه ویل چې نجونې زده کړې نه شي کولی، دا یې ویلي وو چې اوس امنیتي وضعیت ښه نه دی او باید انتظار وباسي. یقیناً په هماغه کلونو کې چې واک یې په لاس کې وو، د امنیت د ښه کېدو وخت او ښځو ته د حقونو د ورکولو شېبه هېڅکله راونه رسېده."

د بشري حقونو د څارد ادارې مشره هیډر بار
د بشري حقونو د څارد ادارې مشره هیډر بار

د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ له شپږمه پورته د هلکانو ښوونځي پرانیستل شول خو د نجونو ښوونځي لا نه دي پرانیستل شوي.

طالبانو ویلي چې د نجونو د تعلیم مخالف نه دي، ژر به اجازه ورکړي چې له شپږمه د پورته ټولګیو نجونې زده کوونکې ښوونځیو ته لاړې شي. دوی دغه راز په حکومت او کابینه کې ښځو ته د حق ورکولو ژمنې کړي دي.

خو د بشري حقونو د ښځو د برخې مشره مېرمن هیډربار د طالبانو دغو ژمنو ته خوشبینه نه ده او وايي سره له دې چې هیله لري طالبان په خپلو خبرو کې رښتیني واوسي باور نه لري چې هغوی دې خپلې پرېکړې بدلې کړي.

طالبانو پرون هغه اوازې په تونده لهجه رد کړې چې ګنې ژر به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.

د پوهنې وزارت له لوري په یوه اعلامیه کې راغلي چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستې په اړه په یوه طرحه کار روان دی او پایلې یې وروسته له خلکو سره شریک کېږي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشرې د افغان ښځو وروستي اعتراضونه د هغوی د زړه ورتیا ښکارندوی وبلل، خو ویې ویل چې د طالبانو له لوري د ښځو د اعتراضونو مخنیوی د بشري حقونو سرغړونه ده.

نوموړې وویل: "لکه څرنګه چې پوهېږئ دغو اعتراضونو ته د طالبانو ځواب تاوتریخجن و. اعتراض کوونکي او خبریالان یې ووهل او بیا یې اعتراضونه منع کړل. دا د بشري حقونو سرغړونه ده. ښځو او هر څوک د خبرو کولو، سوله ییز اعتراض او د خپلو نظرونو د بیانولو حق لري."

دې زیاته کړه چې پوهنتونونو ته د نجونو د تګ پر څرنګوالي جدي محدودیتونه لګول شوي او ډېرې ښځې له دندو ګوښه کړای شوي دي.

د ښځو د حقونو افغان فعاله محبوبه سراج وايي، که طالبان غواړي چې له اقتصادي سقوط او دپلوماتیکې انزوا څخه خلاص شي، باید د افغان ښځو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

۷۳ کلنه سراج چې د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو وروسته له خپل هېواده ونه وتله وايي، که طالبان د نړیوالې ټولنې پر وړاندې درېږي، ممکن له افغانستان سره ټولې مرستې په ټپه ودرېږي چې له کبله به یې د افغانانو کړاوونه نور هم زیات شي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام پر اساس، د راتلونکي کال تر دوبي پورې به د افغانستان په سلو کې ۹۷ وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند لري، روغتیايي او تعلیمي سیستمونه به یې له پاشل کېدو سره مخامخ شي ځکه چې د افغانستان په سلو کې ۸۵ بودجه نړیوالو مرستندویانو ورکوله.

XS
SM
MD
LG