No media source currently available
د سپټمبر پر ۲۳مه د يو شمېر نورو پښتني سيمو غوندې په کوټه ښار کې هم د پښتنو کلتوري ورځ ولمانځل شوه او د پښتو د ژوند ژواک پر ارزښت خبرې وشوې. دا ورځ په ۲۰۱۵ز کال کې د پښتو اکاډمۍ کوټې لهخوا د یوه نړيوال کنفرانس پر مهال اعلان وشوه چې اوس هر کال د سپټمبر پر ۲۳مه لمانځل کېږي.