د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۶

د معاشونو نه‌ورکړه؛ کابل کې یو ښوونکی: ان د وچې ډوډۍ د اخيستلو وس نه‌لرم

یو شمېر افغان زده‌کوونکي او یوه ښوونکې
یو شمېر افغان زده‌کوونکي او یوه ښوونکې

د معاشونو د نه‌ورکړې په اړه په بيا بيا د دولتي کارکوونکو او ښوونکو شکايتونه.

يو شمېر دولتي کارکوونکي او ښوونکي پر طالبانو نيوکه کوي چې په خپل وخت‌يې معاشونه نه‌دي ورکړي.

دوي وايي، نږدې دوه مياشتې کېږي چې تنخوا یې نه‌ده ورکړل شوې او اوس له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

شېر احمد چې د کابل ښار په يوه ښوونځي کې ښوونکی دی وايي، اقتصاد يې دومره کمزوری شوی چې اوس د وچې ډوډۍ اخيستلو وس نه‌لري.

شېر احمد زیاتوي: "موږ ټول ښوونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ يو، نږدې دوه مياشتې کېږي چې تنخوا مو نه‌ده اخيستې، ان د خوړلو ډوډۍ نه‌لرو، له طالبانو غواړو چې د دولتي کارکوونکو په ځانګړې توګه د ښوونکو معاشونه ژر ورکړي."

کابل کې یو شمېر بې‌وزلې ښځې چې وروستیو کې د یوې نانوايي مخ ته د خیر ټولولو لپاره ناستې دي.
کابل کې یو شمېر بې‌وزلې ښځې چې وروستیو کې د یوې نانوايي مخ ته د خیر ټولولو لپاره ناستې دي.

سودابه د یوې دولتي ادارې کارکوونکې ده، دا وايي دوه‌نيمې مياشتې کېږي چې معاش‌يې نه‌دی اخيستی.

سودابه وايي: "د طالبانو په راتګ سره بې‌کاري زياته شوې، دا د دې هېواد او خلکو اقتصاد لپاره لوی زيان دی، له دوو مياشتو زيات وخت کېږي چې مأمورينو او ښوونکو معاش نه‌دی اخيستی او دا جدي ستونزه ده."

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ډېری دولتي ادارې تړلې پاتې دي او د کارکوونکو معاش‌یې هم نه‌دی ورکړل شوی.

خو د طالبانو د ویاند ذبيح‌الله مجاهد مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل چې د دولتي کارکوونکو د معاشونو په ورکړې کار روان دی.

ښاغلی کریمي زیاتوي: "د معاشونو په ورکړه کې ستونزه نه‌شته، اړوندې ادارې په دې اړه کار کوي. هڅه دا ده چې د ښوونکو او دولتي کارکوونکو تنخوا ورکړل شي او تنخواوې ان‌شاءالله ډېر ژر ورکړل کېږي."

ارشیف، یو شمېر وزګار او د کار په تمه ناست افغان ځوانان.
ارشیف، یو شمېر وزګار او د کار په تمه ناست افغان ځوانان.

له دې وړاندې نږدې دوه اوونۍ مخکې هم طالبانو ويلي و چې دولتي کارکوونکو ته د معاشونو په ورکړې کار روان دی، خو لا تر اوسه دا چاره نه‌ده ترسره شوې.

يو شمېر ښوونکي او دولتي کارکوونکي وايي، د ناسم اقتصادي وضعيت له امله ان اړ شوي چې د خپل کور کالي وپلوري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG