د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۹

د پرمختللي ژوند په لټه کې کابل ته راکډه شوي کډوال بېرته خپلو مېنو ته ستېږي


یو کډواله کورنۍ
یو کډواله کورنۍ

په تېرو شلو کلونو کې د ناامنیو، روزګار پيدا کولو، تعلیم، ښاري ژوند او اسانتیاوو ته د لاس رسي په لټه له ولایتونو کابل ته را کډه شوي، بېرته خپل اصلي مېنو ته ستنېږي.

دوی چې زیاتره یې د پخواني دولت کارکوونکي دي وايي، د څو میاشتو تنخوا یې نه ده اخیستې، کار او بار نشته، اقتصادي ستونزې زیاتې دي او خپل راتلونکې ته سخت اندېښمن دي.

له دې ډلې احمدا وایي:"دولتي کارکوونکی یم، له بده مرغه له څو میاشتو راهیسې مې معاش نه دی اخیستی، کوم کور مې چې په کرایه نیولی و، کرایه یې رانه غوښته، له کومو دوکانونو چې موږ د معاش په سر سودا قرض اخیسته، هغوی سودا راباندې بنده کړه، ناچاره شو بله لاره مو نه درلوده، له کوره یې را ویستو بس کډه مو بار کړه د وطن په لور."

طالبانو که څه هم دولتي کار کوونکو ته ویلي چې بېرته خپلو دندو ته ستانه شي، خو ښځینه دولتي کارمندانې ته تر امر ثاني پورې په خپلو کورونو کې د کېناستو سپارښتنه کړې، خو یوازې ښځینه روغتیايي کار کوونکې یې دندو ته ورغوښتې.

د دولتي کارکوونکو له ډلې عایشته وایي: "د طالبانو له راتګ سره ادارې ته نه پرېښودل کېږو، د تېرو میاشتونو معاشونه مو بند دي، مایوازې په کور کې کار کاوو، په کرایه کور کې ژوند کوم، د کور مالک مو تنګوي تل ګواښونه راته کوي، مجبوره یم خپل کلي ته ولاړه شم، نه پوهېږم هلته به مې راتلونکی څنګه وي؟"

دوی وايي چې جګړو او په تېرو شکلو کلونو کې واورو او بارانونو د دوی کورونه ویجاړ کړي او هلته هم خوندي سرپناه ځای نشته.

دا یوازې احمد الله او عایشه نه دي چې د معاشونو نه ورکړې له امله له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او کابل پرېښودو ته اړ شوي، بلکې له کابله هره ورځ لسګونه کډې ولایتونو ته ځي، خو په دې اړه کره شمېره په لاس کې نشته.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د معاشونو د ورکړې په اړه د طالبانو چارواکو تازه نظر له ځان سره ولري، خو بریالۍ نه شوه.

د طالبانو حکومت د تېرې پنجشنبې په ورځ په یو اعلامیه کې ویلي چې د دولتي کارمندانو د معاشونو د اجرا بهېر باندې په چټکۍ کار روان دی او ډېر ژر به د یو پلان له مخې د معاشونو د وېش لړۍ پيل شي.

د تېر حکومت د غبرګولي میاشتې ۱۸ د اعلان شوې اټکلي سر شمېرنې له مخې په کابل کې شااوخوا اویا لکه کسان اوسېدل.

۳۲ ورځې وړاندې چې طالبان کابل ته ننوتل د امریکايي چارواکو په وینا له یولک شل زره زیات افغانان چې زیاتره یې له ګواښ سره مخو، له دوی سره ولاړل.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره «اوچا» تازه ویلي چې تر ۶ لکه ۳۴ زره ډېر افغانان سږ کال د جګړو له کبله په خپل هېواد کې بې ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG