د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۱

له افغانستانه د بهرنیانو او د هغوی افغان کارکوونکو د ایستلو لپاره د نړۍ تازه هڅې


یو شمېر افغان کورنۍ له افغانستانه د ایستلو پر مهال
یو شمېر افغان کورنۍ له افغانستانه د ایستلو پر مهال

له هغې وروسته چې طالبانو د کابل په ګډون د افغانستان ټول ولایتونه ونیول ورسره جوخت امریکایانو او متحدینو یې له افغانستان د خپل وګړو او هغه افغانانو چې ورسره‌یې کار کړی و، د وتلو چاره پیل کړه.

اوس د دغه بهیر پای ته یوازې ساعتونه پاتي، خو لاهم امریکا د خپلو وګړو او متحدیدینو د ایستلو په چارې بوخته ده.

فرانسې چې تازه دغه چاره سر ته رسولې، جمهور رئیس‌یې په خپلو نويو څرګندونو کې ویلي، له افغانستان وتل د تسلیمېدو معنی نه‌لري.

امانوئل مکرون تېره ورځ له «ټي‌اېف‌ون» ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې المان او یو شمېر نور هېوادونه په داسې یوې طرحې کار کوي چې له مخې یې په افغانستان کې یوه مصونه سیمه د بهرنیو وګړو او نورو متحدینو لپاره رامنځته کړي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون

له دې سره هم‌مهاله شااوخوا ۱۰۰ هېوادونو په یوې ګډه اعلامیه کې چې تېره شپه ناوخته‌یې خپره کړه ویلي طالبانو ډاډ ورکړی چې دوی ټول ژمن دي چې خپل اتباع، کارکوونکي او هغه افغانان چې له دوی سره‌یې کار کړی او دغه‌راز هغه چې له ګواښ سره مخامخ دي په ازاد ډول له افغانستانه وتلی شي.

د طالبانو د قطر دفتر یو غړي سهیل شاهین پر خپل ټویټر لیکلي، هغه افغانان چې غواړي بهر ته لاړ شي، په هېواد کې د سوداګریزو الوتنو له پیلېدو وروسته کولای شي په عزت او ارام ذهن د قانوني اسنادو په لرلو سره ولاړ شي.

خو د طالبانو بل ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا له ازادي راډيو سره په خبرو کې د فرانسې جمهور رئیس وروستۍ څرګندونې نه‌تأییدوي او وايي چې په دې اړه به ژر معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

دا ټولې څرګندونې په داسې حال کې دي چې له امریکا پرته بریتانیا، فرانسې، کاناډا، ناروې او یو شمېر نورو هېوادونو له افغانستان د خپلو وګړو او هغه افغانانو چې له دوی سره‌یې کار کړی، د ایستلو چاره بشپړه کړې ده.

د راپورونو پر بنسټ امریکا به هم د اګسټ میاشتې ۳۱مه چې د سې شنبې ورځ ده په افغانستان کې خپل ۲۰ کلن پوځي مأموریت پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG