په بدخشان کې یو شمېر ښځینه ښوونکې وايي چې طالبانو د تدریس اجازه ورکړې، خو پخوانۍ ازادۍ نه لري.
د دې معلمینو له ډلې یوه هم سلیمه ده چې وايي، له یوې اوونۍ راهیسې یې د تدریس اجازه ترلاسه کړې: "د فیض آباد ښار تر سقوط وروسته موږ ته طالبانو اجازه راکړه چې دندو ته ستنې شو، خو څنګه چې پخوا په ازادانه او په خپله زړه ښوونځي ته تللو اوس نه شو تللی."
د طالبانو ډلې ویلي چې په بدخشان کې یې نه یوازې ښځینه معلمینو ته د کار اجازه ورکړې بلکې د هغوی امنیت هم نیسي.
په افغانستان باندې د طالبانو د ولکې تر ټېنګېدو وروسته هغه اندېښنې اوج ته ورسېدې چې طالبان به ښځینه کار کوونکې له دندو منع کړي.
نن د زمري ۲۸ مه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو له ۱۰۲یمز کلیزې سره برابره ده. افغانانو داسې وخت په بېلابېلو سیمو کې د دې ورځې د نمانځلو لپاره تابیاوې نیولي چې طالبانو په افغانستان باندې ولکه ټېنګه کړې ده.
د دې ورځې د رارسېدو په درشل کې روانه اوونۍ په جلال اباد، خوست، اسعد اباد او ځینو نورو سیمو کې یو شمېر افغانانو د درې رنګه بیرغ په ملاتړ اعتراضونه وکړل.
د تازه راپورونو له مخې د کابل وزیر اکبرخان غونډۍ شااوخوا هم لسګونه کسان په اعتراض راوتلي.
په دې غونډۍ باندې د افغانستان تر ټولو لوړ او غټ بیرغ ځړېده چې د راپورونو له مخې طالبانو راکوز کړی.
طالبانو له اکثرو نورو دولتي ودانیو هم درې رنګه بیرغ لېرې کړی او خپل سپین بیرغ یې د هغه پرځای درولی، خو یو شمېر افغانانو له دې سره مخالفت کړی دی.
د دې مخالفتونو په ترڅ کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ په کابل کې د خپل لومړي خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې راتلونکی حکومت به د بیرغ په اړه پرېکړه وکړي.
د ترکیې دفاع وزیر پرون وویل چې د کابل له هوایي ډګره د ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې تر دوه شپېته ډېرې الوتنې شوي دي.
خلوصي اکار د ترکیې انادولو خبرې اژانس ته وویل چې په دې الوتنو کې ډپلوماتان او یو شمېرافغانان ایستل شوي دي.
د خلوصي اکار په وینا په کابل کې د حامد کرزي د هوایي ډګر نظم ترکي ځواکونه د ناټو د یو شمېر هېوادو له ځواکونو سره تنظیموي.
د ناټو د بهرنیو چارو وزیران سبا د افغانستان پر وضعیت بېړنۍ غونډه کوي، دا غونډه به د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په ټویټر کې لیکلي دي چې د جمعې په ورځ مې د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې غوښتنه کړې ده، څو د افغانستان په اړه د ناټو غړي هېوادونه خپل ګډ دریځ بیان کړي.
د سې شنبې په ورځ هم ناټو د افغانستان په اړه یوه بیړنۍ غونډه لرله چې په کې ښاغلي سټولټنبرګ خپله حیرانتیا څرګنده کړه چې څرنګه طالبانو کابل داسې ژر ونیو.