د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۰۵

امریکا وايي چې خپل پنځه زره سرتیري به افغانستان ته ولېږي


امریکايي سرتیري

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس جو بایډن افغانستان ته د ۵۰۰۰ ځواکونو د لېږلو خبر ورکړی دی.

دغه هېواد جمهور رییس جو بایډن په یوه اعلامیه کې ویلي چې تر دپلوماتیکو، پوځي او استخبارتي مشورو ورسته یې اجازه ورکړې چې دغه ځواکونه له افغانستانه د امریکايي کار کوونکو د خوندي لېږد لپاره هغه هېواد ته واستول شي.

بایډن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته دستور ورکړی چې د لا وینې تویدنې د مخنیوي او د یوې سیاسي حل لارې د لټولو لپاره له جمهور رییس غني او د افغانستان له نورو رهبرانو ملاتړ وکړي.

په دې اعلامیه کې ښاغلي بایډن په قطر کې د طالبانو استازو ته ګواښ کړی،که په افغانستان کې امریکايي دپلوماټان او د دوی ماموریت ته زیان ورسېده له سخت ځواب سره به مخ شي.

بایډن قطر کې د طالبانو استازو ته ګواښ کړی،که په افغانستان کې امریکايي دپلوماټان او د دوی ماموریت ته زیان ورسېده له سخت ځواب سره به مخ شي.
بایډن قطر کې د طالبانو استازو ته ګواښ کړی،که په افغانستان کې امریکايي دپلوماټان او د دوی ماموریت ته زیان ورسېده له سخت ځواب سره به مخ شي.

نوموړي ويلي چې امریکا په افغانستان کې له تېرو شلو کلونو راهیسې په مالي، اقتصادي او پوځي برخو کې زیاته پانګونه کړې او افغان امنیتي ځواکونه که ونه شي کړای دغه لاسته راوړنې وساتي، د امریکا حضور تغییر نه شي راوړلی.

د امریکا د جمهور رییس دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د افغانستان له جمهور رییس او د ملي مصالحې د عالي شورا له رییس سره د دغه هېواد د روانو حالاتو په اړه په ټیلیفون خبرې کړي دي.

ښاغلي بلېنکن په خپل ټویټرلیکلي چې دغه خبرې د وروستیو حالاتو او له ډپلوماټیکو لارو د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه وې.

د امریکايي چارواکو دغه څرګندوې داسې مهال دي چې د امریکايي ځواکونو له پوره وتلو وړاندې طالبانو د افغانستان زیاتې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستي.

طالبانو په تېرو اوونیو کې د ګڼ شمېر ولسوالیو ترڅنګ زیات ولایتونه هم نیولي دي هغه څه چې د خلکو زیاتې اندېښنې یې راپورته کړي.

XS
SM
MD
LG