د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

کابل کې د سنوکر سیالۍ؛ رییس خان سنزی لومړی مقام ترلاسه کړ


ارشیف، عکس تزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزیني بڼه لري

د کابل د سنوکر کلپونو په اتم پړاو سیالیو کې رییس خان سنزی لومړی مقام ترلاسه کړ.

د دغو لوبو په لړ کې صالح محمد محمدي په کم تفاوت لوبه وبایلله او دویم مقام یې ترلاسه کړ.

دغه سیالۍ چې درې ورځې وړاندې د ۵۲ لوبغاړو ترمنځ په کابل ښار کې پیل شوي وو، نن پای ته ورسیدې.

د بدني روزنې او ورزش ریاست عمومي رییس حفیظ الله ولي رحیمي په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه هم ورکړل.

د یادونې ده چې ښاغلی سنزی او محمدي په قطر کې کیدونکو نړیوالو او اسیایي سیالیو لپاره هم نوماندان دي.

XS
SM
MD
LG