د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

د بشري حقونو د څار سازمان: افغان حکومت د ښځو د حقونو خوندیتوب کې پاتې راغلی


ارشیف، افغان مېرمنې
ارشیف، افغان مېرمنې

په افغانستان کې د جګړې په تېزیدو سره د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یا 'هیومن رایټس واچ' په خپل نوي راپور کې ویلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي په قضیو کې د افغان حکومت پاتې راتلل، د ښځو د حقونو مخه ډب کړې ده.

دغې ادارې اندېښنه ښودلې چې د متحده ایالاتو د ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته او د طالبانو پرمختګونو سره افغان مېرمنې له یو نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د بشري حقونو د څار ادارې د اسیا څانګې مشرې، پټريشیا ګاسمن د پنجشنبې (د زمري ۱۴مه) په ورځ دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "نړیوال مرسته‌کوونکي باید د هغو افغان مېرمنو د ساتنې لپاره خپلې چارې او فعالیتونه لا ډېر کړي چې د حکومت د بې تفاوتۍ او د طالبانو د پراخېدونکې ولکې ترمنځ بندې پاتې دي. هغو حکومتونو چې د اوږدمهال لپاره په افغانستان کې د ښځو د حقونو دفاع کوله، باید د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو له قانونه په کلکه دفاع وکړي، که څه هم تطبیق يې ورو دی، خو د پام وړ بدلونونه يې رامنځته کړي دي."

د بشري حقونو د څار ادارې د اسیا څانګې مشره پټريشیا ګاسمن
د بشري حقونو د څار ادارې د اسیا څانګې مشره پټريشیا ګاسمن

د بشري حقونو څار ادارې له خوا دغه راپور نن پنحشنبه خپور شوی دی.

دغه راپور له ښځو او نجونو سره د ۶۱ مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی چې د جرمونو، څارنوالانو، قاضیانو، مدافع وکیلانو، د حقوقي مرستې د چمتو کوونکو او د مدافع ډلو په اړه يې معلومات ورکړي دي.

راپور په ۳۲ مخونو کې د هغو افغانو ښځو پر تجربو تمرکز شوی چې د خپلو کورنیو د غړو او د تاوتریخوالي د نورو لاملونو پر وړاندې يې د عدالت د ترلاسه کولو هڅه کړې ده، خو عدالت نه دی پلی شوی.

د بشري حقونو د څار ادارې موندلې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو قانون تر محدودې کچې پورې تطبیق شوی او عدالت غوښتنې مخه په کې ډب شوې ده.

په راپور کې راغلي په‌ داسې حال کې چې طالبان د سیمو په نیولو کې پرمختګ کوي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې حکومتي لرليد هم د اساسي قانون او نړیوالو قوانینو پر بنسټ د افغانو ښځو بنسټیز حقونه ګواښي.

یو شمېر افغان مېرمنې هم له روان وضعیت څخه اندېښمنې دي.

د ښځو فعاله هیله مجتبی وایي، د وسله والو طالبانو له لوري د سیمو نیولو او د تاوتریخوالي په زیاتیدو سره د ښځو د اساسي حقونو له زیانمنېدو ژوره اندېښنه موجوده ده: "د افغان مېرمنو اساسي اندېښنې دا دي چې د ښځو حقونه او ملي ارزښتونه خوندي شي، موږ د قانون په رڼا کې ازادي غواړو او باید ورته درناوی وشي."

د ښځو چارو وزارت ویاندې رویا دادرس وایي، حکومت د مېرمنو حقونو ته رسیدنه کړې ده.
د ښځو چارو وزارت ویاندې رویا دادرس وایي، حکومت د مېرمنو حقونو ته رسیدنه کړې ده.

له بلې خوا د افغانستان د ښځو چارو وزارت هیومن رایټس واچ د راپور هغه برخه ردوي چې وایي، د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي په قضیو کې حکومت پاتې راغلی.

د ښځو چارو وزارت ویاندې رویا دادرس ازادي راډیو ته وویل، روانو ناوړو شرایطو کې ستونزې شته خو وایي، حکومت د مېرمنو حقونو ته رسیدنه کړې ده.

نوموړې وویل: "موږ منو چې ستونزې شته، ځکه ناامني او جګړېیز وضعیت دی، خو دا ویلی شم حکومت د مېرمنو حقونو ته رسیدنه کړې، مېرمنې هم د خپلو حقونو لپاره کلک دریځ لري او له خپلو حقونو دفاع کوي."

د بشري حقونو د څار سازمان یا 'هیومن رایټس واچ' مشرې مېرمن ګاسمن ټینګار کوي چې افغانستان د نړیوالو ملګرو لپاره مهم ځای لري او په وینا یې اړتیا ده چې د ښځو د حقونو خوندیتوب لپاره د پام وړ مالي او سیاسي ملاتړ ته دوام ورکړي، څو په کوردننه او بهر له تاوتریخوالي سره مخ ښځې وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG