د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

افغان مېرمنو ته د حقوقي چارو په برخه کې یوه ټیلیفوني شمېره فعاله شوه


‎د افغانستان د عدلیې وزارت ۱۸۸ شمېره فعاله کړې چې له لارې یې مېرمنې وکولای شي د دغه وزارت له مسلکي حقوقي چارواکو سره خپلې ستونزې شریکې کړي.

‎د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت د سې شنبې په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې که څه هم تر دا مهاله دا شمېره وړیا نه ده، خو هڅه کېږي چې په نږدې راتلونکي کې ۱۸۸ شمېره وړیا شي.

‎ښاغلی ریاضت وایي، د دې شمېرې د فعالېدو هدف د افغانستان په بېلابېلو سیمو او ولایتونو کې افغان مېرمنو ته د حقوقي مشورو او د هغو د حقونو په اړه معلومات ورکول دي.

ښاغلي ریاضت زیاته کړه: "په دې صورت کې چې یو څوک وغواړي حقوقي مشوره ترلاسه کړي دې شمېرې سره دې اړیکه ونیسي چې حقوقي مشوره ورکړل شي، د دې لپاره چې څنګه وکولای شي په عدلي او قضایي بنسټونو کې خپلې حقوقي ستونزه حل کړي یا هم دا چې د افغانستان د قوانینو له مخې یو څوک څنګه کولای شي خپلو ستونزو ته رسېدنه وکړي؟ نو عدلیې وزارت هم د همدې لپاره د حقوقي مشورو ورکولو ټیلیفوني مرکز فعال کړ."

‎ښاغلی ریاضت وایي، دا مرکز هره ورځ د سهار له اته نیمو د مازدېګر تر څلورو بجو فعاله وي.

‎دا لومړی ځل نه دی چې یوه دولتي اداره د حقوقي مسایلو د حل لپاره داسې شمېره فعالوي، بلکې شااوخوا لس ورځې وړاندې هم د افغانستان د ښځو چارو وزارت د ۶۷۶۷ وړیا شمېره فعاله کړه چې ښځې او ماشومان وکولای شي له دې لارې د ښځو چارو وزارت سره خپلې ستونزې شریکې کړي.

‎که څه د ښځو چارو وزارت چارواکي د عدلیې وزارت له دغه اقدامه هرکلی کوي، خو وایي چې دوی هم د همدې هدف لپاره شمېره فعاله کړې ده.

‎د دغه وزارت ویاندې رویا دادرس ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "دا پروژه د تاوتریخوالي د پېښو برخه کې د حقوقي او رواني مشورو د ورکړې لپاره ده، د هغو ښځو او ماشومان چې له مرکزه لېرې دي، یا هم په لېرې ځایونو کې په محکمو کې د خپلو ستونزو د حل په حال کې دي، خو له ستونزو سره مخ وي، کولای شي له دغې ټیلیفوني کرښې ګټه واخلي، موږ به یې قضیې څارو او ستونزې یې حلوو."

د افغانستان د ښځو چارو وزارت ویانده رویا دادرس
د افغانستان د ښځو چارو وزارت ویانده رویا دادرس

‎خو د ښځو د چارو ځینې افغان فعالانې په دې باور دي چې د دغه شان شمېرو فعالېدل به ونه شي کړای چې د افغان مېرمنو په ځانګړي توګه هغه ښځې چې په لېرې پرتو سیمو او کلیو بان‌‌‌‌‌‌ډو کې اوسېږي، ستونزې یې په اساسي توګه حل کړای شي.

‎له دې ‌‌‌‌‌‌ډلې د افغانستان د ښځو د ټولنې مشرې فتانه ګیلاني وایي چې په کار ده د افغان ښځو د حقونو او وضعیت د ښه کېدو لپاره لا ګړندۍ هڅې وشي.

اغلې ګیلاني زیاته کړه: "اصلي ستونزې په داسې مسایلو نه حلېږي، خو په ولایتونو کې د دغو ادارو استازولۍ (دفترونه) باید دومره پیاوړي او فعال شي چې ښځې هلته ورشي، خپلې حقوقي ستونزې حل کړي، مدافع وکیلان ونیسي او دوی باید هلته ورسره همکارۍ وکړي."

‎افغان حکومت په داسې حال کې د افغان ښځو د حقونو د برلاسي کېدو او ستونزو د حل په موخه پر اقداماتو لاس پورې کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان جګړه ییزو حالاتو ، وروستیو سیاسي تحولاتو او دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره یو شمېر افغان مېرمنې د خپل راتلوتکي په اړه اندېښنې مطرح کوي.

XS
SM
MD
LG