د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

کندز کې د یوې کورنۍ دوو غړو د ښځینه جامو د تولید دستګاه جوړه کړې


کندز کې د ښځینه جامو د تولید دستګاه
کندز کې د ښځینه جامو د تولید دستګاه

په کندز ولایت کې د یوې کورنۍ دوو غړو د ښځو د مجلسي جامو د تولید یوه وړه د خیاطۍ دستګاه جوړه کړې ده، څو ښځې او نجونۍ د بهرني جامو پرځای افغانيو ته وهڅوي او د ښځو له لاسي صنایعو ګټه واخلي.

د جامو د تولید د دې دستګاه مسووله ملیحه هادي وايي، دوی په دې دستګاه کې له ښکلو زنانه ټوکرانو څخه بېلابېل افغاني لباسونه طرح او ډیزاینوي او بازار ته یې وړاندې کوي.

اغلې هادي زیاته کړه: "زیات شمېر ښځې نارینه خیاطانو ته نه شي تلی. موږ په همدې خاطر دغه دستګاه جوړه کړه چې ښځې او نجونې په ازادانه توګه دلته راشي او خپلې جامې جوړې کړي، د دې ترڅنګ د ښار دکانداران هم موږ ته فرمایشونه راوړي او هغوی ته هم ډول- ډول ښځینه کالي جوړوو."

هغه وايي، د هرې ورځې په تېریدو سره د دوی د تولید شويو لباسونو مېنوال هم زیاتیږي او پر دې سربېره په دې دستګاه کې ۶ تنه نجونو ته د کار زمېنه هم برابره شوې ده.

د جامو د تولید د دې دستګاه مسووله ملیحه هادي وايي، دوی په دې دستګاه کې له ښکلو زنانه ټوکرانو څخه بېلابېل افغاني لباسونه طرح او ډیزاینوي
د جامو د تولید د دې دستګاه مسووله ملیحه هادي وايي، دوی په دې دستګاه کې له ښکلو زنانه ټوکرانو څخه بېلابېل افغاني لباسونه طرح او ډیزاینوي

د دغې خیاطۍ مالي او اداري مسوول فیصل هادي وايي، چې دوی د دې دستګاه په جوړولو کې ۳ زره امریکايي ډالره لګولي دي.

هادي وویل:" له خپلې پانګونې مو مثبته نتیجه ترلاسه کړې او دا مو یوازې د ښځو لپاره جوړه کړې. همداراز د دې دستګاه ټول کارکوونکي ښځې دي. پلان لرو چې راتلونکي کې د ښونځيو د زده کوونکو او ښوونکو لپاره هم په ارزانه بیه دلته جامې جوړې کړو."

په کندز ولایت کې مدني فعاله لیلما قریشي، د ښځو لپاره د ځانګړې خیاطۍ دستګاه جوړولو له امله خوښي څرګندوي او زیاتوي، که ښځو ته کاري فرصتونه برابر شي د ټولنې پرمختګ او ابادۍ کې رغنده رول لوبولی شي.

مدني فعاله لیلما قریشي، د ښځو لپاره د ځانګړې خیاطۍ دستګاه جوړولو له امله خوښي څرګندوي
مدني فعاله لیلما قریشي، د ښځو لپاره د ځانګړې خیاطۍ دستګاه جوړولو له امله خوښي څرګندوي

قریشي وايي: "موږ ډېر خوښه یو چې دلته د ښځو لپاره ځانګړې د خیاطۍ مرکز جوړ شوی او یوې ښځې دلته پانګونه کړې، که ښځو ته کاري فرصتونه برابر شي هغوی کولی شي د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې هوارې کړي او ځان بساینې ته ورسیږي."

په داسې حال کې په کندز کې د یوې ښځې له خوا د ښځو لپاره ځانګړې خیاطۍ جوړیږي چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې جګړو زور اخیستې او له امله یې د ښځو د فعالیت ساحه یې محدوده کړې ده.

یو شمېر فعالې ښځې بیا وايي، په دې وروستیو کې د دې ولایت پنځه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي، نو هلته پر ښځو له کوره بهر د کار او فعالیت فضا راتنګه شوې ده او دې مسالې دوی د خپل راتلونکي په اړه خواشینې کړي دي.

XS
SM
MD
LG