د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

افغانستان کې جګړه؛ د کندز ځینې خلک هېواد پرېښودو ته خپل د کور توکي پلوري


د کندز له جګړې یوه بې ځایه شوې کورنۍ
د کندز له جګړې یوه بې ځایه شوې کورنۍ

په کندز ولایت کې یو شمېر خلک وايي، په دې ولایت کې وروستیو جګړو د عامو خلکو په ورځني ژوند او اقتصادي فعالیتونو منفې اغېز کړی.

په دې ولایت کې د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره یو ځل بیا ګڼو کورنیو هېواد پرېښودلو ته مخه کړې او هره ورځ لسګونه کورنۍ ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

۴۵ کلن عبدالحنان چې د عمر نیمه برخه یې پاکستان کې تېره کړې وايي، ۸ کاله مخکې په دې هېلې بېرته هېواد ته راستون شو چې ګوندې امن راغلی، خو په وینا یې د کندز روان حالت دې ته اړ کړی چې بېرته پاکستان ته ولاړ شي:

"دا وطن جوړ نه شو لا نور هم ورپسې بدتر شو. دغه فعلاً زه یو څو روپۍ سرمایه لرم چې بېرته غواړم پاکستان ته ولاړ شم. یوازې زه نه یمه. زما په شان په سلګونه نورې کورنۍ هم روانې دي. دغه اختر تېر شي دلته څوک نه پاتېږي ځکه کندز د ژوند ځای نه دی."

د کندز ځینې اوسیدونکي وايي روانو جګړو ددوی پر کاروبارونو منفي اغیز کړی.
د کندز ځینې اوسیدونکي وايي روانو جګړو ددوی پر کاروبارونو منفي اغیز کړی.

۴۰ کلن حفیظ الله هم وايي، په کندز کې د روانو جګړو او ناامنیو له امله بې وزلۍ او بې کارۍ زور اخیستی او په همدې خاطر غواړي له خپلې کورنۍ سره له هېواده بهر ولاړ شي: "ډېره بدبختي ده او جنګونو هم دغسې دوام وکړ. اوس موږ خپلې کډې او مالونه خرڅ کړل او یو څو روپۍ مو برابرې کړې دي چې بېرته یو خوا ته ځان وباسو او که پاتې شو بیا به د لارې کرایه هم ونه لرو، د توپونو او هاوانونو لاندې به پاتې یو."

د دې ولایت یو بل اوسېدونکی بهلول دانا بیا وايي، دغه ولایت کې د جګړو زیاتوالي، د کار نشتوالي او اقتصادي ستونزې هغه لاملونه دي چې زیات شمېر خلک یې کډوالۍ ته اړ کړي دي.

په دې ورځو کې د کندز ښار د کهنه فروشي بازار ته هره ورځ په لسګونه خلک د خپل د کورونو سامان او بستري د پلورلو په خاطر راوړي، څو په پیسو یې له هېواده ووځي.

په دې ورځو کې د کندز ښار د کهنه فروشي بازار ته هره ورځ په لسګونه خلک د خپل د کورونو سامان او بستري د پلورلو په خاطر راوړي
په دې ورځو کې د کندز ښار د کهنه فروشي بازار ته هره ورځ په لسګونه خلک د خپل د کورونو سامان او بستري د پلورلو په خاطر راوړي

عزیزالله یو له هغو کسانو څخه دی چې د خپل کور ټول وسایل او شته یې د پلورلو په خاطر بازار ته راوړي دي:"یو میاشت کېږي چې دلته جنګ دی. کار او بار نشته، نه مو څوک ورپریږدي. مجبوره یو چې دلته مې د کور توکي راوړي چې خرڅ یې کړم چې د لارې کرایه پېدا کړم او له دې هېواده ځان وباسو. دلته خو مو څوک ژوند ته نه پرېږدي کله مو یو ولي او کله مو بل."

د کندز ولایت له یوې میاشتې راهیسې د سختو جګړو شاهد دی چې له امله یې عامو خلکو ته د مالي زیانونو ترڅنګ ځاني زیانونه هم اړولي دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې چې د روانو جګړو له امله په دغه ولایت کې څه باندې ۱۲ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوي، خو دم ګړۍ په دې ولایت کې ګڼې بې ځایه شوې کورنۍ له بې شمېره ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

XS
SM
MD
LG