د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

دفاع وزارت: ۱۷ سقوط شوې ولسوالۍ بېرته نیول شوي؛ طالبان: یوازې ۴ یې نیولي


افغان سرتیري د عملیاتو پر مهال
افغان سرتیري د عملیاتو پر مهال

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو د جګړو له شدت سره هم مهاله د دغه هېواد ملي دفاع وزارت وایي، یو شمېر ولسوالۍ یې له طالبانو بېرته نیولي او د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې لسګونه جنګیالي یې وژلي دي.

‎دغه وزارت ویلي، په تېرو دوو شپو ورځو کې یې ۴ ولسوالۍ، د پروان شیخ علي، په بامیانو کې یې سیغان او کهمرد او په نیمروز کې یې چخانسور ولسوالۍ له طالبانو نیولي او د نورو ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره هم هڅې روانې دي.

‎د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان د شنبې په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونه او ولسي پاڅون کوونکي په بېلابېلو ولایتونو کې د پرمختګ په حال کې دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي امنیتي او دفاعي ځواکونه په بېلابېلو ولایتونو کې د پرمختګ په حال کې دي.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي امنیتي او دفاعي ځواکونه په بېلابېلو ولایتونو کې د پرمختګ په حال کې دي.

ښاغلي امان زیاته کړه: "په تېرو ۴۸ ساعتونو کې څلورومه ولسوالۍ هم د طالبانو له ولکې ازاده شوه، په ټوله کې تر اوسه مو ۱۷ ولسوالۍ له طالبانو ازادې کړي، په نورو سیمو کې هم د پام وړ لاسته راوړنې لرو، د تالقانو ښار سیمې هم له طالبانو پاکې شوي همدارنګه په کندز ولایت کې د ښار په نږدې سیمو کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتې دي."

‎دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه ولسوالۍ د طالبانو لاسته ورغلي او د ځینو ولایتونو پر مرکزونه لکه د تخار، کندهار، بادغیس او جوزجان په ښارونو د حملو په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي.

‎د افغانستان امنیتي او دفاعي بنسټونو ویلي چې په ځینو ولسوالیو کې یې تاکتیکي شاتګ کړی او د بېرته لاسه راوړلو لپاره یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات روان دي.

‎په ورته وخت کې ۱۱۸ کمان‌‌‌‌‌‌ډو ځواکونو چې له څوو میاشتو یې ځانګړي پوځي روزنې لیدلي وې، د شنبې په ورځ د ځانګړو عملیاتو قول اردو ځواکونو سره یوځای شول.

‎دفاع وزارت ویلي چې د دغو ځواکونو په اضافه کېدو د ځانګړو ځواکو لیکې لا پیاوړې او له طالبانو به د ولسوالیو په بېرته نیولو ک ښه رول ولوبوي.

۱۱۸ کمان‌‌‌‌‌‌ډو ځواکونو د شنبې په ورځ د ځانګړو عملیاتو قول اردو ځواکونو سره یوځای شول.
۱۱۸ کمان‌‌‌‌‌‌ډو ځواکونو د شنبې په ورځ د ځانګړو عملیاتو قول اردو ځواکونو سره یوځای شول.

‎خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې جنګیالیو یوازې له ۴ هغو ولسوالیو شاتګ کړی چې په دې وروستیو کې یې سقوط کړې وې او نورې ولسوالۍ یې چې نیولي لاهم له دوی سره دي.

‎دی وايي: "څلور ولسوالۍ چې موقعیت او اراضۍ یې نسبتاً مناسبې نه وې، طالبانو هغه بېرته پریښې دي، د دغو ولسوالیو پرته، ادعاګانې ناسمې دي او کومه بله ولسوالۍ یې بېرته نه ده نیولې، اوس مهال ۱۹۳ ولسوالۍ زموږ تر کنټرول لاندې دي."

‎خو دفاع وزارت بیا د طالبانو دا ادعا نا سمه بولي.

‎دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د امریکا ملي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره په مرکه کې ویلي و چې د سوداګریزو بندرونو د نیولو په برخه کې د طالبانو پرمختګ د تعجب وړ ده.

‎طالبانو په دې وروستیو کې د هرات اسلام قلعه، د کندز شېرخان بندر او د کندهار سپین بولدک بندرونه نیولي وو.

‎د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د جمعې په ورځ په تاشکند کې د پاکستان د صدراعظم په شتون کې وویل چې د استخباراتي معلوماتو له مخې، په تېره یوه میاشت کې شااوخوا لس زره جنګیالي له پاکستانه افغانستان ته راغلي دي.

‎خو د پاکستان صدراعظم عمران خان دغه موضوع رد کړه او ویې ویل چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري کوي.

XS
SM
MD
LG