د ازادي راډیو د «زهرو کاروان» د دې اوونۍ په خپرونه کې د نشهیي موادو په برخه کې د اوونۍ مهمو پېښو ته لنډه کتنه شوې ده.
په یوه راپور کې به واورئ چې د ولسي جرګې غړي وايي، د وروستو جګړو او طالبانو له پياوړتيا سره به د کوکنارو کښت هم ډېر شي.
په یو بل راپور کې به واورئ چې ارواپوهان وايي، باید معتادينو ته اجازه ورکړل شي چې د خوښيو په مراسمو کې ګډون وکړي.
د اختر په ورځو او شپو کې د معتادينو د وضعيت په اړه له يوه اجتماعي کارپوه فضلالرحمان فروتن سره مرکه شوې ده.
د شمالي په نوم د يوه معتاد خاطره او په پای کې ډرامه هم اورېدلای شئ.
دا خپرونه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ: