د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

بشري حقونو کمېسیون: طالبانو بدخشان کې ښځې له کوره بهر له کاره منع کړي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

طالبانو په بدخشان کې ښځې له کوره دباندې له کارونو څخه منع کړي. دا خبره د بدخشان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې عارفه نويد ازادي راډیو ته وکړه.

اغلې نوید زیاته کړه: "دوی 'طالبانو' اعلامیه خپره کړې چې هېڅ ښځه له محرم پرته له کوره دباندې نه شي تللی. کومې ښځې چې په بهارک کې په موسسو کې کار کوي، هغوی ته یې ګواښ کړی چې په هېڅ وجه دفترونو ته نه شي تللی."

د بدخشان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې عارفه نوېد
د بدخشان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې عارفه نوېد

تردې مخکې د افغان دولت د سولې مرکچي ټیم غړې فوزیه کوفي هم ویلي و چې طالبان د بدخشان په ځینو سیمو کې د ښځو ازادۍ سلبوي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا ادعاوې ردوي او وایي، د دوی ډلې په ښځو هېڅ محدودیت نه دی وضع کړی.

د بدخشان ځينو سیمه ېیزو چارواکو او د ولایتي شورا غړیو ویلي چې په بدخشان کې له ۲۷ ولسوالیو ۲۶ د طالبانو په کنټرول کې دي او یوازې فیض اباد ښار او د کران او منجان ولسوالیانې د حکومت په لاس کې دي.

والي په خپله او امنیه قوماندان تر دې دمه د یادې مسلې په تړاو څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG