د افغانستان علماوو سرتاسري شورا په هېواد کې د وروستي وضعیت ته په کتو له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ او روانه جګړه یې یو ځل بیا ناروا وبلله.
د دغې شورا سرپرست مولوي سردارځدران د شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال د یو پرېکړه لیک په خپرولو وویل چې د جګړو دواړه خواووې باید ژر تر ژره روانه جګړه پای ته ورسوي.
ښاغلي ځدران پر طالبان غږ وکړ چې د 'اسلام او جهاد' په نوم جګړه دې ختمه او اسلام دې 'نه بدناموي'.
نوموړي وويل:"د دواړو اړخونو په ځانګړي توګه له طالبانو غوښتنه دا ده چې نورباید د اسلام او جهاد په نوم دغه جګړه ودرول شي، باید نوره د اسلام د بدنامولو هڅه ونه شي، جګړه د حل لاره نه ده او په تېرو شلو کلونو کې دا ثابته هم شوه او په راتلونکي کې به هم هغه هدف چې یا یې طالبان لري او یا یې ولس لري په دې پوه شي د جګړې له لارې یې هغه هدف نه شي رسېدلی."
ښاغلي ځدران ټینګار وکړ چې ټول افغان عالمان به د سولې په پروسه کې خپله ونډه لا ګړندۍ کړي.
د افغانستان د علماوو شورا په داسې وخت کې له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلانوي چې د هېواد په اکثرو ولایتونو کې دا مهال نښتې روانې دي او له بېلابېلو ولایتونو نه هره ورځ د سختو وسله والو نښتو او مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.
په دې وروستیو کې یو شمېر ولسي خلکو او پخوانیو جهادي قوماندانانو او رهبرانو د طالبانو پر وړاندې د جګړې اعلان کړی او له افغان ځواکونو يې ملاتړاعلان کړی دی.
د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا په دې هېواد روانه جګړه ناروا او ورور وژنه وبلله او د هرڅه ژر پای ته رسېدو غوښتنه يې وکړه.
له دې وړاندې هم د افغانستان د علماوو ترڅنګ د ګڼو اسلامي هېوادونو علماوو د افغانستان جګړه ناروا بللې او د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه يې کړې ده.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې دوی سولې ته لېوالتیا لري ځکه يې د خبرو لپاره مذاکراتي ټيم ټاکلی دی.
نوموړي دا هم وویل، د هغو افغان علماوو خبرې ورته ارزښت نه لري چې وړاندې یې هم د امریکایي ځواکونو د پاتېدو په اړه غبرګونونه نه ښودل او د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل يې غوښتل.