د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

د حرم د جومات امام: د افغانستان د ستونزې حل سیاسي حل لاره او خبرې دي


 د حرم د جومات امام عبدالرحمان السُدیس
د حرم د جومات امام عبدالرحمان السُدیس

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، د سعودي عربستان د پاچا سلاکار او د حرم د جومات امام عبدالرحمان السُدیس د افغانستان د حج او اوقافو وزارت له وزیر سره په خبرو کې پر دې ټينګار کړی چې د افغانستان د ستونزې حل، په سیاسي حل لاره او خبرو کې دی.

د دغه وزارت ویاند فضل محمد حسیني د شنبې (د غبرګولي ۲۲مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا کتنه او خبرې تېره ورځ شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: "په دغه لیدنه کې د دیني علماوو د وروستي کنفرانس په اړه خبرې شوي دي، د دغه ناستې له له پرېکړه لیک یې ملاتړ کړی دی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان د اوسنۍ ستونزې یوازنۍ حل لاره خبرې دي. دوی وویل چې ټولې خواوې به سولې ته د همکارۍ لپاره وهڅوي او د سعودي عربستان دیني عالمان او دولت به تل د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړي."

د افغان سولې په پار د مکې غونډه
د افغان سولې په پار د مکې غونډه

د سولې د اعلان په نوم د افغان او پاکستاني علماوو ناسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان د مکې په ښار کې د هغه هېواد په کوربتوب جوړه شوې وه چې د یو ۱۶ ماده ییز پرېکړه لیک په خپرولو سره پای ته ورسېده.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ویلي چې په دغه ناسته کې د پاکستان ډېرو نفوذ لرونکو علماوو چې مخکې یې په افغانستان کې د جهاد فتوا ورکړې وه، وویل چې په دغه هېواد کې روانه جګړه ورور وژنه ده او مشروعیت نه لري .

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي د افغانستان د اوسنۍ ستونزې د هواري په موخه لس میاشتې کېږي چې خبرې پیل شوي دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي د افغانستان د اوسنۍ ستونزې د هواري په موخه لس میاشتې کېږي چې خبرې پیل شوي دي.

له دغې غونډې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد د بشر د حقونو کمېسیون هم ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دا شان غونډې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته کولی شي.

په ورته وخت کې، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د دغې غونډې په تړاو د ازادي راډیو د پوښتنې به ځواب کې لیکلي: "د افغانستان د اوسنۍ ستونزې د هواري په موخه لس میاشتې کېږي چې خبرې پیل شوي دي."

د یادونې وړ ده چې مخکې تردې هم د افغانستان د جګړې د ختمولو په هدف د بېلابېلو هېوادونو د علماوو غونډې جوړې شوي، خو ښکاره اغېز یې نه دی محسوس شوی.

XS
SM
MD
LG