د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

لیتوانیا: بلاروس قصداً غیرقانوني کډوال راپریږدي څو له لویدیځه غچ واخلي


یو شمېر غیرقانوني کډوال چې غواړي له بلاروسه لیتوانیا ته واوړي.
یو شمېر غیرقانوني کډوال چې غواړي له بلاروسه لیتوانیا ته واوړي.

د لیتوانیا چارواکي وایي، د هغو پناه غوښتونکو شمېر چې په دې وروستیو کې له بلاروس څخه د بالتیک هېوادونو پر پولو ور اوړي، په بې ساري توګه زیات شوی دی.

چارواکو ویلي، ښایي مېنسک قصداً دې کار ته مخه کړي وي او هغه هم په دې خاطر چې مستبد مشر الکساندر لوکاشینکا په دې توګه غواړي له لویدیځ څخه د هغو بندیزونو غچ واخلي چې پر بلاروس یې د مخالفو سیاستوالو او د ډموکراسۍ پلوه فعالانو د ځپنې په خاطر لګولي دي.

لیتوانیا شااوخوا ۱۵۰ کسان نیولې چې هڅه یې کوله په غیر قانوني توګه له بلاروس سره پر ګډه پوله ور واوړي.
لیتوانیا شااوخوا ۱۵۰ کسان نیولې چې هڅه یې کوله په غیر قانوني توګه له بلاروس سره پر ګډه پوله ور واوړي.

د لیتوانیا د پوله ساتنې د چارو ادارې په هغه خبرپاڼه کې چې پرون جمعه (د چنګاښ ۱۱مه) یې خپره کړې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې شااوخوا ۱۵۰ کسان نیولې چې هڅه یې کوله په غیر قانوني توګه له بلاروس سره پر ګډه پوله ور واوړي.

د دغې ادارې په وینا دغه شمېر د هغو ټولو کسانو په نسبت چې تېر کال د دې پولې په اوږدو کې نیول شوي، نژدې دوه برابره دی.

د خبرپاڼې له مخې د روان کال د جنوري له میاشتې راهیسې د هغو کډوالو چې له پولې په غیر قانوني توګه د تیریدو په مهال د لېتوانیا ځواکونو نیولي شمېر یې ۸۲۲ کسانو ته رسېږي. د دوې اکثره یې د عراق اتباع دي.

لېتوانیا دغه راز ادعا کړې چې هغه کسان چې په غیر قانوني توګه د اروپایي ټولنې د دې غړې پر پوله ور اوړي، پولې ته نژدې لېږدول کېږي او د بلاروس ځواکونه له پولې د تیرېدو پر مهال پرې سترګې پټوي.

لېتوانیا پر لوکاشنیکا سخت انتقادونه کړي
لېتوانیا پر لوکاشنیکا سخت انتقادونه کړي

د تېر کال د اګسټ میاشتې راهیسې چې بلاروس له سیاسي بحران سره مخامخ شوی، لېتوانیا پر لوکاشنیکا سخت انتقادونه کړي او هم یې د هغه د مخالفانو ملاتړ کړی.

له هغه مهال راهیسې چې ۶۶ کلن لوکاشینکا په ترسره شوېو انتخاباتو کې چې مخالفانو هغه له درغلی ډک بللي، بریالی اعلان شوی، د نوموړي رژیم د مخالفانو ځپنې ته مخه کړې ده.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې د لېتوانیا پلازمېنه ویلنوس د بلاروس پر جلا وطنه بلاروسانو تبدیل شوی. د لوکا شینکا سیالې سویتلانا څیخانوسکایا ته یې چې پلویان یې د انتخاباتو ګټونکي بولې، هم پناه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG