هندوستان د کرونا ویروس د مثبتو پېښو په شمېر کې د پام وړ کموالي خبر ورکړی دی.
د دغه هېواد د روغتیا وزارت یوه مرستیال راجیش بوشن پرون سې شنبه (د چنګاښ ۱مه) رسنیو ته وویل، په هندوستان کې تر ۱۸ کلونو زیات عمر لرونکو ته د کرونا ضد واکسین لګول په شدت روان دي.
نوموړي وویل: "که د مې میاشتې اوومې نېټې ته پام واړوو، د کرونا وبا په اوج کې مو په ورځني ډول تر ټولو لوړ شمېر ثبتاوه چې د ورځې تر څلورو لکواو ۱۴زرو اوښت. وروسته دا شمېر ډېر کم شو، که له هغه اوج سره یې پرتله کړو، نن سبا مثبتې پېښې ۹۰ سلنه کمې شوې دي."
په هندوستان کې خلکو ته د کرونا ضد واکسین لګولو کمپاین په چټکۍ مخ ته سره روان دی او د ورځې د دغه واکسین څه باندې اته میلیونه ډوزه خلکو ته په وړیا ډول لګول کېږي.
د هندوستان روغتیا وزارت وايي، دوه پر درېیمه برخه وګړي چې کرونا ضد واکسین ورته لګول شوی، په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، په هندوستان کې چې د وګړو شمېر یې یو میلیارد او څلور سوه میلیونو ته رسېږي، د کرونا ضد واکسین لګولو ته لږ تر لږه ۱۰ میلیونه روغتیايي کار کوونکي ګمارل شوي دي.
په هندوستان کې د کرونا ویروس نوې څپې زیاتې ستونزې پیدا کړې چې په هرو درېیو ورځو کې په کرونا ویروس نږدې یو میلیون کسان اخته کېدل.
د رسمي شمېرو له مخې، په هندوستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۰ میلیونو ته نږدې شوی دی او په دې ویروس د مړو شمېر په کې نږدې درې لکه او ۹۰،۰۰۰ تنه ښوول شوی دی.
ځینې روغتیايي متخصصان په دې باور دي چې په کرونا ویروس د اخته او په دې ویروس د مړو شمېر ښايي تر دې خورا زیات وي.
په هندوستان کې د کرونا تر دویمې څپې وروسته د ډلټا په نوم د دغه ویروس نوې او بدله شوې بڼه ډېره خطرناکه وه چې ژر خپره شوه.
د ویروس دغې نوې بڼې د هندوستان ترڅنګ د سیمې ځینې نور هېوادونه هم له خطر سره مخامخ کړل.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د کرونا ویروس ډلټا بڼه، اوس د نړۍ تر ۸۰ زیاتو هېوادونو کې خپره شوې ده.