د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

د روغتیا سازمان: د کووېډ-۱۹ ضد واکسین د ډیلټا بڼې پر وړاندې اغېزناک دي


ارشیف، یوه مېرمنه د کرونا ضد واکسین کوي.
ارشیف، یوه مېرمنه د کرونا ضد واکسین کوي.

د کرونا ویروس ډيلټا واریانټ بڼه له یوه کسه بل ته په ډېره چټکۍ انتقالېږي او په داسې حال کې د ډيلټا واریانټ په اړه اندېښنې زیاتې شوي چې په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ پېښې مخ پر زیاتېدو دي.

د روغتیا نړیوالې ادارې د اپيډیمي څانګې متخصصې ماریا وان کرخوف د دوشنبې په ورځ د جون په ۲۱مه وویل، داسې شواهد شته چې ښيي په هند کې د لیدل شوي واریانټ پر وړاندې د واکسین اغېز ترهغه ډېر دی چې په جنوبي افریقا کې لیدل شوی وو.

خو دې وویل، په ټوله کې واکسین اوس هم ډېر اغېزناک دي او په وینا یې دا یو ډېر مهم پیغام دی چې باید روښانه وي.

د روغتیا نړیوالې ادارې د اپيډیمي څانګې متخصصې ماریا وان کرخوف
د روغتیا نړیوالې ادارې د اپيډیمي څانګې متخصصې ماریا وان کرخوف

دې وویل: که څه هم داسې موارد شته چې د ویروس اغېز کم شوی، خو واکسین د سختې ناروغۍ او له کرونا ویروسه د مړینې په مخنیوي کې مهم رول لوبوي.

په پرتګال او روسیه کې د ډیلټا واریانټ ډېرې پېښې ثبت شوي دي او د پېښو زیاتېدو د احتمال له کبله بریتانیا د روانې میاشتې په لومړیو کې د بندیزونو لېرې کولو پلان د څلورو میاشتو لپاره وځنډاوه.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG