افغان حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوړ مورال او د تبلیغاتي جګړې د مدیریت په هدف د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو په استازیتوب د اطلاعرسونې یو واحد دفتر رامنځته کړ.
د جمهور رئیس د ستراتېژیکو او عامه اړیکو د دفتر مشر وحید عمر د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۱» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال جنرال اجمل عمر شینواری د دې دفتر ویاند وټاکه.
ښاغلی عمر وايي، د امنیتي او دفاعي بنسټونو له ادرسه به وروسته له دې یو ویاند له رسنیو سره معلومات شریکوي.
ښاغلی عمر زیاتوي: "زموږ هدف همدا و چې رسنیو ته د امنیتي حالاتو په اړه باید داسې څوک معلومات ورکړي چې خپله د جنګي حالاتو څخه باخبره وي، دفاع وزارت ویاند او مطبوعاتي دفتر، کورنیو چارو وزارت ویاند او مطبوعاتي دفتر او ملي امنیت مطبوعاتي دستګاه به له جنرال عمر شینواري سره په ګډه کار کوي."
د ښاغلي عمر په خبره، د کورنیو او دفاع وزارتونو ویاندویان، مرستیالان، د ملي امنیت او امنیت شورا د مطبوعاتو برخې به له دې وروسته د دې واحد دفتر تر څار لاندې فعالیت او اطلاعرسونه کوي.
ښاغلي عمر دغهشان وویل، د تبلغاتي جګړې د مخنیوي لپاره همدا کار اړین و او له دې وروسته به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوړ مورال لپاره ځانګړې تګلارې پلې شي.
د جمهوري ریاست د ستراتېژیکو او عامه اړیکو د دفتر مشر وحید عمر دغهشان وویل، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې به له دې وروسته د ټولو سکټوري وزارتونو، مهمو ریاستونو او ادارو ویاندویان رسنیو ته د اطلاعرسونې په هدف یو ګډ او واحد مرکز رامنځته او فعالیت کوي.
خو په افغانستان بیا د رسنیو ملاتړو ځينو بنسټونو د حکومت دا ګام اطلاعاتو د لاسرسي په برخه کې خطرناک بولي.
د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ، نی مشر مجیب خلوتګر له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، حکومت په دې کار سره غواړي اطلاعاتو ته لاسرسی محدود کړي.
ښاغلی خلوتګر وايي: "زه فکر کوم حکومت غواړي په اصل کې جنګي اطلاعات مدیریت کړي، زموږ په باور دا اطلاعات ممکن له دې وروسته تحریف شي او حکومت غواړي په دې کار سره اطلاعات محدود کړي."
ښاغلی خلوتګر وايي، افغان حکومت دې په دې پرېکړه یو ځل بیا فکر وکړي.
افغان حکومت په داسې حال کې دغه پرېکړه کوي چې له دې وړاندې د امنیتي او دفاعي بنسټونو له ویاندویانو په خپل وخت د اطلاعرسونې په برخه کې د رسنیو شکایتونه ډېر و.
خو یادو بنسټونو بیا تل اطلاعرسونې ته د خپلې ژمنتیا خبره کړې ده.