د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

ارمنستان کې پارلماني ټاکنې؛ نږدې ۵۰ فیصده خلکو رایه ورکړې


ارمنستان کې پارلماني ټاکنې
ارمنستان کې پارلماني ټاکنې

په ارمنستان کې چې زیات سیاسي کړکېچونه‌یې تجربه کړل خلکو په پارلماني ټاکنو کې برخه واخیسته.

دا ټاکنې ځکه مهمې بلل شوي چې سږ کال د نګورنو قره‌باغ په جګړه کې د اذربایجاني ځواکونو په وړاندې د ارمني پوځیانو ماتې خلک په غوسه او د حاکم رژیم د لیرې کولو غوښتنه‌یې کوله.

د انتخاباتو مرکزي کمېسیون د شپې ناوخته اعلان کړه چې د رأی ورکونې په شرایطو د برابرو خلکو له ډلې نږدې ۵۰ فیصدو رایه ورکړې ده.

ښايي وروستۍ پایلې څو ورځې وخت ونیسي، خو د لومړنیو پایلو له مخې چې د ارمنستان راډیو خپرې کړي د سرپرست صدراعظم نیکول پاشینیان په مشرۍ حاکم د مدني تړون ګوند نږدې ۶۰ فیصده رایې ګټلې دي.

د ارمنستان سرپرست صدراعظم نیکول پاشینیان
د ارمنستان سرپرست صدراعظم نیکول پاشینیان

په دوهمه رده کې بیا د پخواني ولسمشر رابرټ کوچاریان ګوند راغلی چې شاوخوا ۲۲ فیصده رایې یې ګټلې دي.

د ورځې په اوږدو کې هم ویل کېدل چې اصلي سیالي به د همدغو دوو ګوندونو ترمنځ وي.

د راپورونو له مخې څه باندې یو ملیون او دوه لکه کسانو رایه ورکړې ده.

د ارمنستان نفوس نږدې درې ملیونو ته رسېږي چې له ډلې یې څه باندې دوه نیم ملیونه کسان د رأی ورکونې په شرایطو برابر ګڼل شوي.

په دې ټاکنو باندې ځیني څارونکي بیا د درغلیو او لانجو خبره هم کوي.

له هغې ډلې د انتخاباتو څارونکي دنیل لوانیسیان د ازادې اروپا/ازادي راډیو ارمني څانګې ته وویل: "د رایو پېرل په بېلابېلو ځایونو کې شوي. د سیاسي ګوندونو دفترونو او یا هم بهر. البته له بېلابېلو لارو. د بېلګې په توګه د برېښنا په یوه فابریکه کې کارګرانو ته ویل شوي که د ارمنستان اتحاد ګوند ته رایه ورکړي، نو بونس یا د معاش ترڅنګ تشویقي پيسې به ورکړي چې معمولاً داسې پيسې د ښه کار لپاره ورکول کېږي. د بډې اخیستلو په شکل هم دا کار شوی. موږ د ځینو قضیو په اړه غږیز پیغامونه لرو او ځینو نورو کې بیا وېډیوګانې هم لرو."

په ارمنستان کې دا د پارلمان له وخت مخکې ټاکنې وې ځکه د ۲۰۲۰ کال سیاسي کړکېچ چې له اذربایجان سره تر جګړو وروسته رامنځته شو صدراعظم نیکول پاشینیان استعفا او له وخت مخکې ټاکنو اعلان ته اړ کړ.

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې د شپږو اوونیو په مخه د نګورنو قره‌باغ په سر درنې جګړې وشوې.

نګورنو قره‌باغ کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ جګړه
نګورنو قره‌باغ کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ جګړه

د سپټمبر له ۲۷مې د نومبر تر ۱۰مې دا جګړې د روسیې په منځګړیتوب په اوربند سره پای ته ورسېدې.

په جګړو کې د شپږو زرو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شو او هم د دې لامل شوې چې د ارمنستان له‌خوا د اذربایجان ځینې نیول شوې سیمې بېرته اذربایجان ته وسپارل شي.

له اذربایجان سره دې جوړجاړي د خلکو غوسه وپاروله او د مخالفو ګوندونو له‌خوا لویې مظاهرې وشوې.

د مظاهرو په نتیجه کې صدراعظم نیکول پاشینیان له وخت مخکې د ټاکنو غږ وکړ او ویې‌ویل چې له خپلې دندې استعفا ورکوي. ده که څه هم استعفا ورکړه، خو د صدراعظمۍ له چارو یې سرپرستي ته دوام ورکړ.

XS
SM
MD
LG