د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

کونړ کې ښځینه خیاطانې په لاس جوړو شوېو جامو ته مارکیټ غواړي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په کونړ کې ښځېنه خیاطانې شکایت کوي چې ښکلې او رنګارنګ جامې جوړوي، خو د دوی په لاس تولید شوي شیان مارکیټ نه لري او په خبره یې د مارکیټ نشتوالي يي له کاراوبار زړه ورتور کړی دی.

شل کلنه زرغونه د ورځې دوه- درې جوړه جامې ګنډي وايي، دا کسب يې د دې لپاره زده کړی چې نورو ته له لاس غځولو خلاصه او خپلې کورنۍ ته نفقه پیدا کړي، خو په خپل لاس ګنډولو جامو ته د بازار نشتوالي له ستونزو سره مخامخ کړې ده.

نوموړې وايي: "زه هر ډول جامې ګنډلی شم، مثلاً امریلا، ګردي جامې، پنجابي او نورې، غواړو چې دلته یوځای جوړ شي، موږ چې کومې جامې وګنډو او هغه په کې خرڅې او اقتصاد مو ورسره ښه شي."

دا یوازې زرغونه نه ده چې په کور دننه د ښځېنه جامو بېلابېل ډولونه ګنډلی شي، بلکې د هغې په څېر په سلګونو نورې نجونې او ښځې شته چې د جامو ګنډلو په وسیله غواړي له خپلو نارینه خپلوانو سره کورنۍ ته د نفقې پیدا کولو په برخه کې مرسته وکړي.

افغان ښځینه خیاطانې
افغان ښځینه خیاطانې

په دوی کې داسې ښځینه خیاطانې هم شته چې خپل تولیدات يې تر نندارتونه رسولي او غواړي هلته ورته بازار ومومي.

هاجره له همدې ډلې ده وايي: "لاسي کارونه هم کولی شم.، کومې جامې مې چې جوړې کړي، دلته مې راوړي او غواړم ويې پلورم. مګر مارکیټ یې نشته، له حکومته غواړم چې دلته یو مارکیټ جوړ کړي چې موږ په لاسونو کوم تولیدات جوړوو هغه په کې وپلورو."

په کونړ کې حکومتي مسوولین وایي، هڅې يي پیل کړي چې د ښځو په لاسونو جوړو شوېو تولیداتو ته ځانګړی مارکیټ جوړ کړي او دا به د یادو مېرمنو لپاره ډېر ګټور وي.

په ټولنېزو چارو کې د کونړ والي مرستیالې مېرمن برښنا شیرزۍ ازادي راډیو ته وویل: "موږ دا کوښښ کوو چې دغو خویندو ته ځانګړی مارکیټ او بازار پیدا کړو. داسې مارکیټ وي چې دوی کوم شیان جوړوي هلته یې وپلوري. زه پرې باوري یم چې دلته ډېرې تکړه خویندې شته او دا مارکیټ به د دوی په ګټه وي."

په کونړ کې یو شمېر معلولې مېرمنې هم شته چې په کورونو کې جامې ګنډي او په خپلو لاسونو نور شیان جوړوي، خو د بازار نشتون هغه ستونزه ده چې له امله يې په ډاډه زړه کار نه شي کولی.

که دغو ښځو ته ځانګړی مارکیټ جوړ شي، دوی به وکړای شي د خپلو کورنیو لپاره د نفقې پیدا کولو په برخه کې له خپلو نارینه خپلوانو سره اوږه په اوږه کار وکړي.

XS
SM
MD
LG