د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

خوست کې وزیرستاني کډوال: له ۲ کالو راهیسې پر موږ نغدي مرستې بندې شوي


ارشیف، خوست کې وزیرستاني کډوال
ارشیف، خوست کې وزیرستاني کډوال

د خوست په ګلان کمپ کې مېشت وزیرستاني کډوال بې کاري، غریبي او د سرپناه نشتون د خپلو اساسي ستونزو په توګه یادوي.

دوی وايي، له ښاره د توکو د پیرلو اقتصادي توان نه لري او غوښتنه کوي چې د تېرو کالونو په شان دې، هغوی سره هره میاشت د خوراکي توکو مرسته وشي.

نن د سې شنبې (د غبرګولي ۲۵مه) په ورځ د وزیرستانیو کډوالو قومي مشر ملک داوود ازادي راډیو ته وویل، پخوا به هر کال وزیرستانیو کډوالو سره نغدي مرسته کېدله، خو دا دوه کاله ورباندې بند شوي.

په خوست کې وزیرستاني کډوال د سرپناه نوي کول غواړي

دی زیاتوي، اوس چې د دوی اقتصاد ډېر خراب شوی، نو غوښتنه يې دا ده چې یاده نغدي مرسته ورته بېرته پیل شي.

ملک داوود د وزیرستانیو کډوالو ځینې نورې ستونزې هم یادې کړې: "په دې ګرمي کې په ترپالونو کې وخت تېرول ډېره لویه ستونزه ده، نو دا مهرباني دې وکړي چې ټوله سروې دې وکړي او ټولو ته دې سرپنا تابیا وشي، هېڅوک باید په کې پاتې نه شي هر کورنۍ ورته اړتیا لري، بل دې دوی سره د خوراکو توکو مرسته دوامداره او میاشتنۍ شي."

خوست کې د وزیرستاني کډوالو کورونه
خوست کې د وزیرستاني کډوالو کورونه

ملک داوود زیاتوي، د دوی د بیمارانو لپاره په کلینک کې لازم درمل هم نشه، نو دا دې هم اکمال شي.

د وزیرستانیو کډوالو یو بل مشر ملک جمشید مسید وايي، د دوی د ځوانانو ډېره برخه کار او بوختیا نه لري او د خپلو کورنیو د اقتصادي ستونزو په حلولو کې مرسته نه شي کولای.

دی زیاتوي، هغه شمېر ځوانانو چې حرفوي زده کړې يې کړي هغوی هم د اسنادو د نشتون له کبله نه شي کولای چې په مارکیټ کې ځانته کاروبار پیدا کړي.

ملک جمشید مسید دا هم وویل، د ګلان کمپ وچ ډاګ دی، که دوی ته د نیالګیو د کېنولو پروژه ورکړل شي، نو له یوې خوا به يې ځوانان په کې بوخت شي او بل لوري ته به دا سیمه شنه او اباده شي.

د ګلان کمپ اوسیدونکی عبدالله وزیرستاني په غلام خان بندر باندې په تګ او راتګ کې ستونزې یادوي او د حلیدو غوښتنه يې لري:

"زموږ مساپر وروڼه دي چې دوی ګلان کمپ ته رادرومي، بیا په پوله باندې دوی ته ډېره ستونزه وي، یا له دې ځایه بیماران میرانشاه، بنو یا پېښور ته ځي، دوی ډېر د تکلیف سره مخامخ وي، ځکه چې په سرحد باندې دوی ته په انټري کې ډېر مشکلات وي، د خلکو لپاره دې یو څه سهولت جوړ کړي، اوس ورته د ضرورت وړ اسانتیاوې نشته. "

ازادي راډیو د وزیرستانیو کډوالو ستونزې د خوست د اړوندو حکومتي ادارو له چارواکو سره شریکې کړې.

د دوی د اسنادو په اړه د قومونو او سرحدونو چارو رئیس عبدالروف ننګیال وویل، هغه کسان چې غواړي کاروبار وکړي، کولای شي، سرحدونو وزارت ته مراجعه وکړي او د قانوني پروسیجر د مراحلو له بشپړولو وروسته قبایلي کارتونه ترلاسه کړي.

د خوست د کډوالو چارو رئیس محمدهاشم حلیم وزیرستانیو کډوالو د سرپناه د ستونزو او د میاشتنیو خوراکي توکو د مرستو د غوښتنو په باب وویل: "په ګلان کمپ کې د سرپناه د ترمیم پروسه به په نږدې راتلونکې کې د یو.اېن.ایچ.سي.ار له خوا پیلیږي، د خوراکي موادو مرستې د څلورو میاشتو لپاره هغوی ته ویشل شوي دي او د پاتو څلورو میاشتو مرستې به هم په اینده کې ورته وویشل شي. "

د خوست د کډوالو رئیس زیاته کړه، نړیوال خوراکي پروګرام په روان ۲۰۲۱ ز کال کې وزیرستانیو کډوالو لپاره د ۸ میاشتو د خوراکي توکو د مرستو پلان لري چې دا پلان به پلی شي.

بل لوري ته د شمالي وزیرستان د انتظامیې چارواکي وايي چې د وزیرستانیو کډوالو د بېرته ستنېدنې د نوي پړاو د پیلیدو لپاره خبرې روانې دي.

د سیمې مرستیال کمېشنر شاهدعلي خان مشال راډیو ته ویلي چې تر اوسه د وزیرستان ټولې سیمې تصفیه شوي نه دي، خو کار ورباندې روان دی.

د ده په وینا، هره ورځ د وزیرستانیو کډوالو د ضروري تګ او راتګ لپاره انټري کېږي.

XS
SM
MD
LG