د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۲

افغان پوسټ شرکت د ګمرکي اظهارلیکونو د انلاین کولو لپاره نوی سیستم اعلان کړ


افغان پوسټ
افغان پوسټ

افغان پوسټ شرکت یو نوی الکترونیکي سیستم اعلان کړ چې له مخې به‌یې ګمرکي اظهارلیکونه په انلاین ډول ترسره شي.

دا شرکت وایي، د دغه نوي سیستم هدف دا دی چې ګمرکي اطلاعات خوندي، د ناوړه استفادې مخه ونیول شي او د ګمرکي اظهارلیکونو سیستم ساده او اسانه شي.

د دغه شرکت مشر احمد وحید ویس د چهارشبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۹» کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې دا سیستم د پوسټ نړیوالې ټولنې (UPU) له‌خوا جوړ شوی چې د افغانستان په ګډون په ۱۵۰ هېوادونو کې پلی کېږي.

ښاغلی ویس زیاتوي: "د دې سیستم پلي کول په ۲۰۲۱ کال کې ټولو هېوادونو باندې الزامي شو او که ګمرکونه دا سیستم ونه‌کاروي، کوم پارسل چې لېږي اړوند هېواد ته بېرته‌یې مسترد کوي، یعنې دا سیستم افغان پوسټ او ګمرکونو باندې الزامي دی چې باید ويې‌کاروي."

د افغان پوسټ شرکت مشر احمد وحید ویس
د افغان پوسټ شرکت مشر احمد وحید ویس

نوموړي وویل چې پخوا به د یو جنس د لېږلو لپاره ساعتونه وخت نیول کېده چې اوس په دغه نوي الکترونکي سیستم سره یوازې دوه دقیقې ته اړتیا ده چې ګمرکي پوسټ لپاره اپلای وشي.

د افغانستان مالیې وزارت هم له دغه سیستم څخه هرکلی کوي.

د دغه وزارت ویاند رفیع تابع ازادي راډیو ته وویل: "سره له دې چې مالیې وزارت د پوسټ پارسل سیستم سره نه‌دی وصل شوی، خو موږ د پوسټ ادارې له دغه نوي سیستم څخه هرکلی کوو او دا به د ګمرکي اظهارلیکونو په برخه کې اسانتیا راولي."

د افغانستان مالیې وزارت ویاند رفیع تابع
د افغانستان مالیې وزارت ویاند رفیع تابع

له بلې خوا افغان پوسټ شرکت وایي تر دې وروسته ګمرکونه حق نه‌لري چې پارسل خلاص او وګوري.

پخوا تر دې داسې شکایتونه موجود وو چې ګمرکونه د خلکو پارسل خلاصوي او ترې ناوړه استفاده کوي.

افغان پوسټ شرکت دغه‌شان ډاډ ورکوي چې نوي سیستم کې ادرس، د توکو وزن، قیمت او د توکو د شمېر په اړه دقیق معلومات اخیستل کېږي چې په دې سره د پارسل د مسترد کېدو مخنیوی کېږي.

یاد سیستم په ډېرې اسانۍ سره حتی په ټیلیفونونو کې د ایډي جوړولو له لارې ترسره کېږي او د ساعتونو وخت ضایع کېدو مخنیوی شوی.

د يادونې ده چې افغان پوسټ شرکت په دې وروستیو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي او تر ډېره‌یې د خلکو او ادارو ترمنځ اداري چارې اسانه کړي چې د پاسپورټونو وېش‌یې مهم هغه بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG