د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۶ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۳

ولې له افغانستانه امریکا ته په پارسل لېږلو کې خنډ رامنځ ته شوی؟

د کابل او ولایتونو یو شمیر اوسیدونکي شکایت کوي چې د مخابراتو وزارت اوس د دوی پارسلونه امریکا ته د استولو لپاره نه اخلي.

د کابل او ولایتونو یو شمیر اوسیدونکي وایي؛ هغه پارسلونه چې دوی یې د افغانستان د پوستي سیسټم له لارې امریکا ته استوي یا ورکیږي او یا هم ډ یره موده وروسته بېرته مستردیږي.

د دوی په وینا، د افغانستان د پوستې رسولو ادارې چارواکو ورته ویلي چې وزارت هغه بهرنی شرکت چې له افغانستانه به یې امریکا ته پارسلونه انتقالول د ټرانسپورټ پيسې نه دي ورکړي.

د کابل ښار یوې اوسیدونکې ذاکرې آزادۍ راډيوته وویل:

"مشکل مې دا دی چې اوس زموږ پارسلونه نه استول کیږي؛ که یې واستوو دوې درې میاشتې وروسته یا بېرته راشي یا ورک شي اوس نه له کندهار څخه پارسل استول کیږي؛ نه له کابل څخه."

زلمي هم د دې ستونزې په اړه آزادي راډیو ته وویل؛ په دې وروستیو کې شاوخوا درې سوه پارسلونه بېرته مسترد شوي دي:

"غوښتل مې یو پارسل امریکا ته اوستوم؛ د دوی هغه څانګه چې پارسلونه اخلي راته وویل چې د پارسلونو لیږل اوس ډيروخت نیسي یا امکان لري چې ورک شي؛ یایې بیرته راولیږي ځکه چې دوه درې سوه پارسلونه یې بېرته را استولي او وایي، پخواني وزیر د پارسلونو مالیه نه ده ورکړې."

له دې مخکې به له افغانستانه له دوو لارو یعنې دوبۍ او ترکیې څخه پارسلونه امریکا ته استول کیدل چې د کابل او ولایتونو خلکو ته یې لویه اسانتیا برابره کړې وه.

پارسل هغې غوټې ته ویل کیږي چې په وسیله یې له یوه هیواده بل ته د پوستي سیسټم له لارې لیکونه او نور ضروري مواد لیږل کیږي.

د چارواکو په خبره، دوی په یوه اوونۍ کې شاوخوا یو سل اتیا پارسلونه بهر ته په ځانګړې توګه امریکا ته د استولو په خاطر له مشتریانو څخه ترلاسه کوي.

په کابل کې د پارسل استولو ادارې مدیر محمد ابراهیم وایي چې په تیر کال کې یې د پارسلونو د انتقال له امله ۱۷ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کړی دی.

بلخوا د "آپرا" یا پوستي خدمتونو برخې د تنظیم مشر عبدالرحمان صدري آزادي راډیوته وویل چې امریکا ته د پارسلونو یا غوټو نه لیږلو دلیل دا دی چې حکومت ټرانسپورټي شرکتونو ته پیسې نه دي ورکړي.

ښاغلی صدري وایي، ترکیش ایرلاین شخصي شرکت امریکا ته پارسلونه انتقالول چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې ورته د ټرانسپورټ پيسې نه دي ورکړل شوي:

"د کرایو اندازه یې ډيره شوې وه او دولت په وروستیو میاشتو کې د مالي ستونزو له امله ترکش ایرلاین ته د ټرانسپورټ پیسې نه دي ورکړي؛ له دې امله ترکش ایرلاین په دې برخه کې خپل فعالیت بند کړی دی."

په همدې حال کې په کابل کې د پوستي خدمتونو د تنظیم مشر وایي چې د دوبۍ له لارې دوی کولای شي د مشتریانو لږ وزن لرونکي شیان امریکا ته واستوي.

ښاغلی صدري همدارنګه زیاتوي چې د بودجې د نه شتون له امله د ټرانسپورټ او نفتي موادو په برخه کې د دوی یو شمیر قراردادیانو هم خپل کارونه ځنډولي دي.

نوموړی وایي چې یاد شوي قرارداد یان له مخابراتو وزارت څه د خپلو پيسو غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ویاند نصرت الله رحیمي آزادي راډيو ته وویل چې ترکش ایرلاین شرکت خپلې اړیکې د یوشمېر شخصي ملحوظاتو له امله له دغه وزارت سره ځنډولي دي:

"ترکش ایرلاین مخکې د مخابراتو له وزارت سره قرارداد درلود چې د یو شمېر ملحوظاتو له امله د تعلیق په حال کې راغلی دی؛ زموږ هڅي دا دي چې یو ځل بیا د دغه شخصي شرکت سره خپلې اړیکې ټینګي کړو."

چارواکي وایي چې په افغانستان کې اوس مهال اوه شخصي کمپنی موجودې دي چې په ډېرو پيسو له هیواده بهر د پوست له نړیوالو نورمونو سره برابر د پارسلونو د انتقال چاري مخ ته وړي.

بل خوا د مخابراتو برخې یو شمیر مسلکي کسان وایي چې په افغانستان کې د آزاد بازار اقتصادي سیسټم روان دی او د اساسي قانون له مخې د پوستي خدمتونو ادارې باید په خپلواک ډول د قوانینوسره سم خپل کارونه مخ ته یوسي او عوایدلاسته راوړي.

په همدې حال د کابل یو شمېر اوسیدونکې وایي چې د افغان پوسټ د ادارې له لارې دوی ته د پارسل استول آسانه او ارزانه تمامیږي او په افغانستان کې دننه د ولایاتونو او له افغانستانه بهر د نورو هیوادونو سره د پوستي خدماتو د پراختیا غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG