د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۴

'یو.اېن.اېچ.سي.ار': نړیواله ټولنه دې افغان کډوالو سره په پراخ زړه مرسته وکړي


ارشیف، کندهار کې جګړو بې ځایه کړي کډوال
ارشیف، کندهار کې جګړو بې ځایه کړي کډوال

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ مرستیال پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له افغان کډوالو او کورنیو بې ځایه شوېو سره په پراخ زړه مرسته وکړي.

د کډوالو د لویې کمېشنرۍ یا 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' د عملیاتو مرستیال کمېشنر رووف مازو دا غوښتنه پرون پنجشنبه (د غبرګولي ۶مه) د افغانستان د څلور ورځني سفر په پای کې وکړه.

ښاغلي مازو په داسې حال کې له افغان کډوالو او کورنیو بې ځایه شوېو سره د مرستې غوښتنه وکړه چې د راپورونو له مخې ددې وروستیو جګړو له کبله یوازې په هلمند کې لسګونه زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.

بې ځایه شوي خلک وايي، مرستې ورسره نه دي شوي او په بد حالت کې شپې ورځې تېروي: "قسم په خدای که د نن ډوډۍ ولرو. که مو پیدا کړه ما مړ کړه."

د هلمند د کډوالو چارو رییس سید محمد رامین ابراهیمي د بې ځایه شوېو خلکو شکایت او ستونزې مني.

یو شمېر بې ځایه شوي کورنۍ بیا له امنیتي چارواکو غواړي چې د دوی سیمې دې ازادې کړي او امنیت دې ورته راولي
یو شمېر بې ځایه شوي کورنۍ بیا له امنیتي چارواکو غواړي چې د دوی سیمې دې ازادې کړي او امنیت دې ورته راولي

ابراهیمي زیاتوي: "ډېر بې ځایه شوي شکایت لري او وايي چې ورته باید عاجله رسیدګي وشي. دوی په ډېر بد وضعیت کې دي، متاسفانه د موسساتو سیستم اجازه نه ورکوي. د ورځې ډېر کم کسان سروې کېږي، بناً زموږ او د بې ځایه شوېو خواهش دا دی چې اوس چې د دوی اړتیا ده مرستې دې ورسره وشي، درې میاشتې وروسته یې څه کوي اوس یې پکار دي چې د شپې خوراک نه لري."

ځینې نور بې ځایه شوي بیا له امنیتي چارواکو غواړي چې د دوی سیمې دې ازادې کړي او امنیت دې ورته راولي چې خپلو مېنو ته بېرته لاړ شي.

دوی زیاتوي: "موږ د خپلو سیمو ازادي غواړو، هېڅ مرسته مه راسره کوئ، یوازې مو سیمې را ازادې کړئ چې خپلو مېنو ته لاړ شو، نور هېڅ شی نه غواړو."

د کډوالو وزارت ویاند عبدالباسط انصاري وايي چې یو شمېر بې ځایه شوېو ته یې مرستې رسولي دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همږغۍ اداره 'اوچا' وايي، په لغمان ولایت کې د وروستیو څو ورځو سختې جګړې سبب شوي چې له یوولس زره تر ۱۴ زره تنه بې ځایه شي.

عبدالباسط انصاري وايي چې یو شمېر بې ځایه شوېو ته یې مرستې رسولي
عبدالباسط انصاري وايي چې یو شمېر بې ځایه شوېو ته یې مرستې رسولي

د دې ادارې په وینا د لغمان تقریباً په ټولو ولسوالیو کې جګړه روانه ده.

د غزني له قره باغ ولسوالۍ او د بدخشان له کوز یفتل ولسوالي څخه هم سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي دي.

د کډوالو د لویې کمېشنرۍ مرستیال ښاغلی مازو وايي چې د روان ۲۰۲۱ میلادي کال له پیله دې کمېشنرۍ له څه باندې یو لک کورنیو بې ځایه شوېو افغانانو سره مرسته کړې ده.

دا اداره وايي چې له نړیوالو یې د سږکال لپاره د ۱۲۳ میلیونه او ۵ لکه ډالرو مرستې غوښتنه کړې، خو تر اوسه د دغو پیسو یوازې په سلو کې ۳۴ پیسې ورکړل شوي دي.

خو سږ کال چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه په بشپړ ډول وځي، وېره ده چې جګړې به نور زور هم واخلي او لا ډېر افغانان به د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ باسي.

XS
SM
MD
LG