د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۲

له افغان ځواکونو د ناټو د ملاتړ اعلان او د افغان چارواکو تود هرکلی


ارشیف، افغان سرتیري
ارشیف، افغان سرتیري

که څه هم د ټولو بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته د افغان ځواکونو د راتلونکي ملاتړ په اړه ځینې شکونه او اندېښنې وې، خو دې برخه کې د ناټو پروني ډاډ افغان چارواکي خوښ کړي دي.

د افغان ولسمشر لوړپوړي سلاکار وحید عمر پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دوی د ناټو د اعلان هرکلی کوي او په خبره یې له ناټو سره د همکاریو نوی فصل به شته لاسته راوړنې لا پياوړې او خوندي کړي.

ښاغلي عمر ویلي، د ناټو په چوکاټ کې له افغان ځواکونو نړیوال ملاتړ افغان ځواکونه له پخوا ډېر پیاوړي کولای هم شي.

د حکومت د رسنیو د دفتر مشر دواخان مينه پال هم تېرماښام ازادي راډیو سره خبرو کې د ناټو دا اعلان ګټور وباله.

نوموړي وویل: "دوامداره مشارکت لرو، دا مشارکت د افغان امنیتي قواوو او ناټو ترمنځ دی، ناټو تعهد لري چې په اوږد مهال کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو تجهیز او روزنې او سلامشورې ته دوام ورکړي، مونږ یې هرکلی کوو."

د حکومت د رسنیو د دفتر مشر دواخان مينه پال
د حکومت د رسنیو د دفتر مشر دواخان مينه پال

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ معین صدیق صدیقي هم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، له ناټو سره د نوي مشارکت تود هرکلی کوي.

ناټو افغان ځواکونو ته د دوامداره ملاتړ ډاډ داسې مهال ورکوي چې د دغه سازمان او امریکا ټول عسکر له افغانستانه په وتلو دي.

پنټاګون ویلي، د ولسمشر جو بایډن له اعلان وروسته له شلو فیصدو د زیاتو سرتیرو وتل بشپړ شوي او زیاته اندازه تجهیزات هم له افغانستانه بهر شوي دي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون جمعه (د غويي ۳۱مه) په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د حضور په پای ته رسېدو یو نوی فصل پرانیستل کېږي.

ده زیاته کړه: "ناټو راتلونکی ملاتړ به پر درې اصلي محورونو راڅرخي. لومړی موږ پلان لرو چې د سلا مشورو ورکولو او وړتیاوو رامنځته کولو په برخو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو او همدارنګه د دې هېواد له امنیتي ځواکونو دوامداره مالي ملاتړ چمتو کړو. دوهم نیت لرو چې پر ځانګړو ځواکونو پر تمرکز د افغانستان څخه بهر دوی ته پوځي روزنه ورکړو او درېیم دا چې موږ د کابل د هوايي ډګر د فعالیت په شمول د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د بودجې په برابرولو د پلان جوړولو په حال کې یوو."

سټولټنبرګ وايي، افغانستان کې به د ناټو د ځواکونو د حضور په پای ته رسېدو یو نوی فصل پرانیستل کېږي.
سټولټنبرګ وايي، افغانستان کې به د ناټو د ځواکونو د حضور په پای ته رسېدو یو نوی فصل پرانیستل کېږي.

افغانستان شااوخوا درې نیم لکه امنیتي او دفاعي سرتیري لري چې دا مهال یې ډېره برخه له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د سولې خبرو له اوږدېدو سره د جګړې لیکې هم د پخوا پرتله ډېرې تودې شوي دي.

له همدې تېرې شااوخوا یوې میاشتې راهیسې طالبانو څلور ولسوالۍ لاندې کړې چې تازه یې د میدان وردګ جلریز او د لغمان دولت شاه ولسوالۍ دي.

تر دې وړاندې د میدان وردګو نرخ او د بغلان بُرکه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

XS
SM
MD
LG