د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

د ښځو په اړه د ترکیې د یوې پریکړې په غبرګون د نړۍ په کچه لاریونونه


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د بښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنيشنل وایي، نن سې شنبه (د غويي ۲۱مه) به په ټوله نړۍ کې د ترکیې د هغې پریکړې پر وړاندې اعتراضونه وشي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او ورسره د مبارزې له کنوانسیون څخه یې د وتلو په اړه کړې ده.

د ښځو او د بشري حقونو ډلو له خوا تنظیم شوي دغه اعتراضونه داسې مهال پلان شوي چې نن د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او له دغه تاوتریخوالي سره د مبارزې د استانبول د کنوانسیون لسمه کلیزه ده.

په هغه بیان کې چې د بښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنیشنل خپور کړی، د دې سازمان مشرې اګنیس کالمارډ ویلي، دقیقاً لس کاله وروسته له هغې چې دغه کنوانسیون لاسلیک شوی، ښځې نن په یوه خوله غوښتنه کوي چې ترکي چارواکي دې خپله دغه پریکړه بېرته واخلي، ځکه هغه د میلیونونو ښځو او نجونو امنیت او ان ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

د بښنې نړیوال سازمان مشره اګنیس کالمارډ
د بښنې نړیوال سازمان مشره اګنیس کالمارډ

کالمارډ وویل، وروسته له هغې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د استانبول د کنوانیسیون د لغوه کولو لپاره د مارچ په شلمه یو فرمان صادر کړ، په ترکیه او نړۍ کې ښځې له اعتراضونو سره یو ځای شوې.

نوموړې زیاته کړه، د دې پرځای چې ښځې وبیریږي، هغوی واټونو ته را ووتلي، د دې پرځای چې ناهیلې شي، جرات یې پیدا کړ او اوس تر بل هر وخت زیات خلک د دغه کنوانسیون په اړه خبرې کوي او پر اهمیت یې پوه شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې نن به د بریتانیا، هالنډ، اتریش، ایټالیا او بلجیم په ګډون یو شمېر هېوادونو کې د ترکیې د سفارتونو په مخکې اعتراضونه وشي.

د کرونا ویروس په تړاو د لګول شویو محدودیتونو سره-سره په یو شمېر ښارونو کې هم اعتراضونه پلان شوي او دغه راز به د ټولنیزو شبکو له لارې، د استانبول کنوانسیون ژوند ژغوري، په نوم له یوه هشتګ څخه په استفادې په انلاین بڼه ترسره شي.

دغه کنوانسیون چې په رسمي توګه د اروپایي شورا د کنوانسیون په نوم پېژندل شوی، د ښځو پر وړاندې او هم د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي او ورسره د مبارزې غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې ښځې او سړیان مساوي حقوق لري او دولتي چارواکي مکلف دي چې د جنسیت پر اساس د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي، قربانیان یې خوندي او عاملان یې محاکمې ته را وکاږي.

د اردوغان په اسلامپالي ګوند کې یو شمېر چارواکو داسې استدلال کړی چې ګواکې دغه کنوانسیون ښځې بیلتون ته هڅوي او هغه د ترکیې دودیزه کورنۍ کمزورې کوي چې دا د دوی په وینا د دې هېواد له دودیزو ارزښتونو سره په تضاد کې دي.

منتقدین دغه راز ادعا کوي چې دغه کنوانسیون د جنسیتي تمایل او د جنسیتي هویت له لارې همجنسپالنه تشویقوي. دوی دا هم د ترکي کورنیو د ارزښتونو پر وړاندې یوګواښ بولي.

د اردوغان په اسلامپالي ګوند کې یو شمېر چارواکو داسې استدلال کړی چې ګواکې دغه کنوانسیون ښځې بیلتون ته هڅوي
د اردوغان په اسلامپالي ګوند کې یو شمېر چارواکو داسې استدلال کړی چې ګواکې دغه کنوانسیون ښځې بیلتون ته هڅوي

ښځینه فعالانو او د بشري حقونو مدافعانو له ترکي چارواکو غوښتي چې له دغه کنوانسیونه د وتلو لپاره پر خپلې دې پریکړې چې د جولای په لومړۍ نېټه اجرایي بڼه غوره کوي، له سره غور وکړي.

یو شمېر هېوادونو هم له ترکیې ورته غوښتنه کړې او دغه پریکړه یې د ښځو د حقونو په برخه کې یو په شا تګ بللی دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، دا د هغه نړیوال غورځنګ لپاره چې په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره هڅې کوي، یو نهیلی کوونکی اقدام دی او د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فون دیرلاین هم پرې انتقاد کړی او د دغه کنوانسیون له ټولو لاسلیک کوونکو یې غوښتي چې هغه دې تصویب کړي.

XS
SM
MD
LG