د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

ایا حزب التحریر د افغانستان راتلونکي ته ګواښ دی؟


افغانستان کې حزب التحریر
افغانستان کې حزب التحریر

حزب التحریر، هغه ګوند چې د افغانستان له پولو ور هاخوا ټوله نړۍ کې د یوه اسلامي خلافت جوړېدل غواړي او د اوسنیو حکومتونو له‌خوا جوړ شوي قوانین له اسلامي تفکر سره په ټکر کې بولي او نه یې مني.

دا ګوند ۶۸ کاله وړاندې د تقي‌الدین النبهاني له‌خوا په فلسطین کې جوړ شو، خو وروسته یې لمن ډېرو اسلامي هېوادونو ته وغځېده، اوس يې دې وروستیو کې د تاجکیستان، ازبیکستان، اندونیزیا، بنګله‌دېش او ترکیې په ګډون په ډېرو اسلامي هېوادونو کې پر فعالیت بندیز لګېدلی.

  • افغانستان کې د حزب التحریر فعالیت

حزب التحریر په افغانستان کې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې فعال او ورته د خلکو د جذب لړۍ پیل شوه، خو ورسره مخالفتونه هم مل وو.

د دې ګوند پر وړاندې په لوړه کچه لومړی رسمي غبرګون په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وښود.

هغه د دې کال په نوومبر میاشت کې حزب التحریر د ترهګرو د سازمانونو ملکي څانګه وبلله.

د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح بيا د روان کال په فبروري کې وویل، دا ګوند له عدلیې وزارت سره ثبت نه دی او له دې وروسته د فعالیت اجازه نه لري.

د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح
د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح

ښاغلي صالح د حزب التحریر یو شمېر غړي له ځینو ترهګرو ډلو سره په اړیکو نیولو تورن کړل او غږ یې وکړ چې له حکومت ضد تبلیغاتو لاس واخلي.

  • خو ایا حکومت توانېدلی چې د حزب التحریر د فعالیت مخه ونیسي؟

د جمهور رییس غني د لومړي مرستیال له ګواښ او څرګندونو نږدې ۳ میاشتې تېرېږي، خو د افغانستان هېڅ امنیتي او استخباراتي بنسټ، نه حاضرېږي چې دومره موده کې د دې ګوند په اړه د شوېو کارونو راپور وړاندې کړي.

د دې تر خوا حزب التحریر په ټول هېواد کې فعالیت لري او مسوولان یې وايي، حکومت د خپلو تورونو د اثبات لپاره هېڅ ثبوت نه لري.

په افغانستان کې د دې ګوند مطبوعاتي مسوول سیف‌الله مستنیر ازادي راډیو ته وویل: "دا تورونه ټولې هغه ټاپي دي چې لویدیځ یې پر مسلمانانو وهي او د دې نومونو لاندې غواړي له اسلامي امت سره خپله جګړه مخ‌ته یوسي او ټولو اسلامي خاورو کې مداخله وکړي، څو د دې مانع شي چې مسلمانان بیا ویښ نه شي، خپل سیاسي او جغرافیوي وحدت پیدا نه کړي او خپل اسلامي نظام بیا تأسیس نه کړي."

حزب التحریر، هغه ګوند چې د افغانستان له پولو ور هاخوا په ټوله نړۍ کې د یوه اسلامي خلافت جوړېدل غواړي
حزب التحریر، هغه ګوند چې د افغانستان له پولو ور هاخوا په ټوله نړۍ کې د یوه اسلامي خلافت جوړېدل غواړي

که څه هم د قانون له مخې افغانستان کې هر سیاسي ګوند باید د فعالیت د اجازې لپاره له عدلیې وزارت سره ثبت وي، خو حزب التحریر دا سند هم نه لري.

د دې ګوند ویاند وايي، عدلیې وزارت ته تللي، خو له دې کبله چې دا وزارت د دوی د حزب په څېر یو نړیوال خلافت جوړېدنکي نظام لپاره پالیسي نه لري او د ګوندونو لپاره جوړ شوی قانون یې هم غیر اسلامي دی، ځکه یې دې کار هم پایله نه ده کړه.

د افغانستان د اساسي قانون ۳۵مه، د سیاسي ګوندونو او حرکتونو ۴مه او ۶مه او د سیاسي ګوندونو د ځانګړې مقررې د ۵مې مادې لومړۍ فقره کې د ګوندونو د فعالیت ټول شرایط تشریح شوي چې یو مهم بحث یې له عدلیې وزارت سره د ثبت بحث دی.

ازادي راډیو په دې اړه د افغانستان له عدلیې وزارت سره اړیکه ونیوه، خو د دې برخې مسووله راضیه عبداللهي له ژمنې سره-سره، خبرو ته حاضره نه شوه.

  • خو ولې حزب التحریر نه غواړي د رسمي فعالیت جواز واخلي؟

شنونکي او حقوق پوه‌ عبدالستار سعادت یې په اړه وايي: "دا چې دوی د اسلامي خلافت پر جوړېدو ټینګار کوي، نو دوی په اصل کې ځانونه پر دې مکلف نه ګڼي چې د یوه هېواد عدلیې وزارت سره ځان راجسټر کړي، ځکه دوی د نشنلیزم په خلاف دي، دوی دا مفاهیم هېڅ په رسمیت نه پېژني. "

شنونکی او حقوق پوه‌ عبدالستار سعادت
شنونکی او حقوق پوه‌ عبدالستار سعادت

د ښاغلي سعادت په خبره، د حزب التحریر دا فکر لامل شوی چې ان یو شمېر هېوادونه یې د یوه ترهګر جریان په توګه وپېژني.

اوس بله پوښتنه، ایا حزب التحریر افغانستان ته ګواښ دی؟

د دې ګوند د مسوولانو له قوله، د دوی بنسټ اسلام دی او په هېڅ یوه هېواد کې په وسله‌وال فعالیت، ترهګرو ډلو سره اړیکې او بنسټ‌پالنې کې لاس نه لري.

په افغانستان کې د دې ګوند مطبوعاتي مسوول سیف‌الله مستنیر ازادي راډیو ته وویل:"که د افغانستان قوانین بشپړ اسلامي وي او یوازې له اسلامه یې سرچینه اخیستې وي، په هغې صورت کې د حزب التحریر هېڅ فعالیت د اسلام خلاف نه دی."

خو د باور غورځنګ مشر او سیاسي فعال نجیب‌الله ازاد وايي، له قوانینو دا ډول سرغړونه د پردیو استخباراتي کړیو لاس‌وهنې ته زمینه برابروي.

ښاغلي ازاد زیاته کړه: "دا حرکتونه د پردیو استخباراتو ته لار خلاصوي چې د دې ډول حرکتونو په نوم د بل هېواد ګټې وننګوي چې له بده مرغه د افغانستان ګټې تل ننګول شوي دي او داسې حرکتونو له ادرسه ورته ستونزې جوړې شوي دي. "

د باور غورځنګ مشر او سیاسي فعال نجیب‌الله ازاد
د باور غورځنګ مشر او سیاسي فعال نجیب‌الله ازاد

خو شنونکي او حقوق پوه‌ عبدالستار سعادت وايي، حزب التحریر د یوه نړیوال اسلامي خلافت غوښتونکی دی او داسې مهال چې د اوسنۍ نړۍ افکار، نظامونه او بنسټونه د پخوا په پرتله توپیر لري، ځکه یې موخې ته رسېدل، له امکان لېرې دي.

دی وايي: "که دوی دا نظامونه وننګوي یا هم ړنګ کړي او یا هم قدرت ونیسي، هغه له انتخاباتو پرته، ځکه دوی پر انتخاباتو باور نه لري، له هغې وروسته بیا دوی کېدای شي د افغانستان لپاره یو خطر شی. زه فکر کوم دا مفکوره عملي نه ده."

په ورته وخت کې طالبان بیا وايي، دا ګوند یې تر ولکې لاندې سیمو کې هېڅ فعالیت نه لري.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، هغو سیمو کې چې دوی واکمن دي، دا ډله نه‌شته او که يې له دوی څخه ورته ګواښ متوجه شو، پر ضد به یې اقدام وکړي.

حزب التحریر له افغانستان د بهرنیو عسکرو وتل یوه عادی مسله بولي، ځکه د دوی د مسوولانو له قوله، دا ګوند ټول هغه حکومتونه نه مني چې د اسلامي خلافت له چوکاټ پرته واکمن وي.

حزب التحرير په‌ افغانستان کې رسمي دفتر او څانګې نه لري او په ټوله کې د یوه امیر تر قیادت لاندې په پټه فعالیت لري.

دا ګوند د خپل تمویل سرچینه د خپلو غړو مرستې بولي.

دا چې حزب التحریر خپل بنسټ یو نړیوال اسلامي خلافت ته د رسېدو لار ګڼي او پر پولو، ملت‌، قومیت او نورو باور نه لري، له همدې کبله یې په افغانستان کې د غړیو د شمېر په اړه هم ارقام نه خپرېږي.

XS
SM
MD
LG