د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

افغانستان کې پراخه ناامني؛ ځینو کورنیو پرېکړه کړې چې هېواد پرېږدي


آرشیف، عکس تزئیني بڼه لري
آرشیف، عکس تزئیني بڼه لري

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم د ناامنیو پراخېدل د دې لامل شوي چې ځینې کورنۍ له دغه هېواده د کډه کېدو پرېکړه وکړي.

۳۰ کلن شفیق غواړي د ښه ژوند په نیت په غیرقانوني توګه د مرګ په ګواښونکو لارو، اروپا ته ولاړ شي.

دی چې پلار، مور، مېرمن او یوه کوچنۍ لور لري ازادي راډیو ته یې وویل، په افغانستان کې د ښې راتلونکې لپاره هېڅ هیله نه لري.

شفیق نه غواړي اولادونه یې د جنګ او بې وزلۍ قرباني شي، ځکه یې د ارام ژوند په خاطر د کډوال کېدو پرېکړه کړې: "موږ ډېر تشویشونه لرو، باید هېواد پریږدو او یوې خوا ته لاړ شو. که ازبېکستان شو، که ترکیه. کور کې پنځه کسان یو، غواړو ټول په ګډه سره ولاړ شو."

د امنیتي وضعیت د خرابېدو او د شل کلنو لاسته راوړنو د لاسه وتلو له امله، د خلکو اندېښنې مخ په ډیرېدو دي.

دلته هره ورځ د هغو کسانو شمېر ډیریږي چې غواړي د ښه ژوند کولو په موخه هېواد پریږدي.

د بادغیس ولایت اوسیدونکی ۳۵ کلن جواد کریمي له خپلې مېرمن او یوې لور سره بله کورنۍ ده چې پنځه کاله مخکې یې امریکا ته د ویزې د لاټرۍ لپاره نوملېکنه کړې وه، اوس په بې صبرۍ سره د خپل برخلیک په تمه دی.

ښاغلی کریمي وايي، که بخت ورسره یاري و نه کړه، لوېدېځو هېوادونو ته ته به د تګ لپاره له غیرقانوني لارو سفر وکړي.

دی چې شخصي دفتراو څو کار کوونکي لري وايي، د کور سامان به خرڅ او دفتر به وتړي: "د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره، هره ورځ د مخالفینو حملې ډیریږي، د کورنیو اندېښنې هم ډېرې شوي، دا او نور مسایل لامل شوي چې کډې کولو ته غاړه کېږدم."

هغه کسان چې بهر ته په قانوني توګه ځي شمېر یې ډېر نه دی معلوم، خو د غیر قانوني تلونکو کسانو شمېر ډېر دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ که څه هم، بهر ته د کډه شوېو کورنیو کره شمېره نه لري، خو وايي، اوس د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره خلک دوی ته ډېره مراجعه کوي.

نادر فرهاد
نادر فرهاد

د دغه سازمان ویاند نادر فرهاد ازادي راډیو ته وویل: "هغه کسان چې اروپا، امریکا او اسټرالیا ته د تګد څرنګوالي معلومات غواړي موږ یې دشمېر د ډېرېدو شاهدان یو."

د ناامنیو، ناوړه اقتصادي شرایطو او د سولې د نامعلوم برخلیک له امله ډیرېو کورنیو د هېواد د پرېښودلو هوډ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اوسډېری لوېدیځو هېوادونو د کډوالو د منلو شرایط سخت کړي له همدې امله په زرګونو افغانان په ترکیه او یونان کې بې برخلیکه پراته دي.

ډېری هم پردغو لارو په اوبو کې ډوب شوي او ځینې یې په زوره ستانه کړای شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG