د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

بایډن د امریکا له خوا د کډوالو منلو سهمیه کال کې ۶۲ نیم زرو ته پورته کړه


ارشیف، امریکا ته تلونکي کډوال
ارشیف، امریکا ته تلونکي کډوال

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جوبایډن د امریکا له خوا د کډوالو د منلو سهمیه په کال کې ۶۲ نیم زره پورته کړه او ویې ویل، دا اقدام د دې لپاره مهم دی چې په نړۍ کې د هغو کډوالو چې ډېر کړیدلي او غواړي په یوه امن ځای کې نوی ژوند پیل کړي، په ذهنونو کې شکونه لېرې کړي.

جو بایډڼ پرون دوشنبې (د غويي ۱۳مه) په سپینه ماڼۍ کې په دې اړه د یوې بیړنۍ پرېکړې د لاسلیک کولو پر مهال وویل، دا مهمه ده چې دغه اقدام نن وشي، څو نړۍ کې د هغو کډوالو چې ډېر ځوریدلي او په ډېرې لېوالتیا دې ته په تمه دي چې یو نوی ژوند پیل کړي، له ذهنونو شکونه لېرې شي.

بایډن وویل، دا هم مهمه ده چې متحده ایالات وښیي چې د ډېرو زیانمنونکو خلکو خوندیتوب ته ژمن او په نړۍ کې د ازادۍ د مشال او پناه ځای په توګه دریدلی دی.

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جوبایډن
د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جوبایډن

د بایډڼ د دغې پرېکړې له مخې به متحده ایالات په کال کې ۶۲ نیم زره کډوال رسماً مني. پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه اندازه په کال کې ۱۵ زره کډوالو ته راټیټه کړې وه.

پر بایډڼ له دې مخکې انتقاد شوی و چې دې برخه کې یې خپله ژمنه نه ده پر ځای کړې په تېره بیا پر هغه انتقادونه وروسته له هغې زیات شول چې تېره میاشت یې د یوه فرمان په لاسلیک کولو سره د متحدو ایالاتونو له خوا د کډوالو د منلو هماغه پخوانی د ۱۵ زره کډوالو حد په خپل حال پرېښود.

سپینې ماڼۍ د انتقادونو په ځواب کې په یوه اعلامیه کې وویل چې په دې اړه ځیني مسایل ګونګ وو، خو بایډن به د مې تر۱۵مې نېټې پورې د کډوالو سهمیه پورته یوسي.

ولسمشر بایډن پرون وویل چې ده نوي معلومات ترلاسه کړي چې پر اساس یې دغه نوی بیړنۍ فرمان لاسلیک کوي.

د سپینۍ ماڼۍ له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې بایډن وویل، دی په دغه اقدام سره د کډوالو لپاره هغه د ۱۵ زره کډوالو تر ټولو ټیټ حد چې پخوانۍ ادارې ټاکلی و، له منځه وړي هغه چې د ده په وینا کډوالو ته د ښه راغلاست او د هغوی د ملاتړ برخه کې یې د امریکا ارزښتونه نه منعکس کول.

ټرمپ امریکا ته د کډوالو اندازه په کال کې ۱۵ زره کډوالو ته راټیټه کړې وه.
ټرمپ امریکا ته د کډوالو اندازه په کال کې ۱۵ زره کډوالو ته راټیټه کړې وه.

خو بایډن دا هم وویل چې ښایي متحده ایالات سږ مالي کال چې په سېپټمبر کې پای ته رسېږي، د کرونا د وبا او د کډوالو لپاره د ځای پرځای کېدو د امکاناتو د نشتوالي له امله په دغه نوي حد کډوال ونه شي منلی.

خو د هغه د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل چې دې برخه کې ډېر کارونه پیل شوي چې د کډوالو د منلو لپاره امکانات زیات شي، څو دوی وکولی شي د دغې نوې سهیمې له مخې هر څومره ډېر کډوال ومنلی شي.

د نوي مالي کال تر پیل راهیسې متحدو ایالاتونو د تېرې سهمیې له مخې یوازې شااوخوا دوه زره کډوال منلي او متحدوایالاتونو ته د دوه زره نورو کډوالو چې د ټرمپ ادارې د تېر کال اکتوبر میاشت کې پرې بندیز لګولی و، د سفر لپاره هم تیاری د بشپړېدو په حال کې دی.

بلېنکن وویل د کډوالو د منلو لپاره به امکانات زیات شي
بلېنکن وویل د کډوالو د منلو لپاره به امکانات زیات شي

په دغه نوې سهمیه کې به له اروپا او مرکزي آسیا څخه ۴زره، له افریقا ۲۲ زره، له ختیځې اسیا ۶ زره، له لاتینې امریکا او کارابین ۵ زره او له جنوبي اسیا څخه ۱۳ زره کډوال منل کېږي.

دغه راز د پاتې دولس نیم زرو کډوالو ځای نه دی مشخص شوی.

دا پرهغو پناه غوښتونکو چې د متحدو ایالاتونو پولو ته ځانونه رسوي، سربېره د هغو کډوالو لپاره سهمیه ده چې د جګړو او نورو ناخوالو له امله له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي اوپه نړۍ کې د کډوالۍ په حالت کې ژوند کوي.

هغه کډوال به چې لا هم په بهرکې اوسي او متحد ایالاتونه یې مني، د یوې هر اړخیزې پروسې په نتیجه کې دې هېواد ته د کډه کېدو وړ پېژندل کېږي.

XS
SM
MD
LG