د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

قرغزستان او تاجکستان له ګډې لانجمنې پولې د ځواکونو د په شا کولو لړۍ بشپړه کړه


ارشیف، یو شمېر تاجک او قرغز چارواکي پر ګډې پولې د خبرو پر مهال
ارشیف، یو شمېر تاجک او قرغز چارواکي پر ګډې پولې د خبرو پر مهال

قرغزستان او تاجکستان له ګډې پولې د ځواکونو د په شا کولو لړۍ بشپړه کړه. دا خبره نن د قرغزستان د سرحدي چارو ادارې کړې او ویلي یې دي، سیمه کې وضعیت اوس عادي دی.

قرغزستان ویلي چې تېره اوونۍ د اپرېل په ۲۸مه په پوله کې د نښتو په پایله کې چې دوه ورځې یې دوام وکړ، ۳۴ قرغزي وګړي وژل شوي او ۱۷۸ ټپیان شوي. دغه‌راز ۵۰ زره کسان هم د سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي.

د تاجکستان چارواکو خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په اړه تر اوسه رسمي څرګندونې نه‌دي کړي، خو د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې خبریال کیومرز عطا وايي د دوی د راپورونو له مخې لږترلږه ۱۶ تاجک وګړي وژل شوي او لږترلږه ۹۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه نښتې د وروخ سیمې ته نږدې وروسته له هغې پیل شوې چې د دواړو خواوو ترمنځ د اوبو د وېش لپاره د څارونکو کمرو د نصب پر سر اختلافات راپورته شول چې په سرحدي جګړو واوښتل او دواړو تاجکستان او قرغزستان سیمې ته اضافي ځواکونه واستول.

د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د جګړې له امله ویجاړۍ
د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د جګړې له امله ویجاړۍ

د ازادي راډیو د تاجکستاني برخې خبریال کیومرز عطا وايي، دا مهال د دواړو لورو ترمنځ دایمي اوربند شوی او دواړو له پولې خپل سرتېري په شا کړي.

هغه د شخړې د سبب په اړه وویل: "دا اصلاً د پخواني شوروي له زمانې پاتې یو ټپ دی. ځکه په هغه وخت کې پولې مشخصې نه‌شوې او په همدې ناټاکل شویو پولو کې خلک ژوند کوي چې کال په کال‌یې شمېر زیاتېږي. په دې ناټاکل شویو سیمو کې خلکو ابادۍ کړي او اوس د دواړو دولتونو لپاره چې پر دې سیمو دعوه لري دغلته د اوبو د سرچینو په شمول د پولو ټاکل په یو پېچلي او لانجمن څه بدل شوي دي."

د ازادي راډیو د قرغزي څانګې مشرې وینارا جوماتایوه هم ازادي راډیو ته وویل چې د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ دا وضیعت له کلونو راهیسې روان دی او دواړه لوري یې پړه پر یو بل اچوي.

جوماتایوه وايي: "موږ په قرغزستان کې پوهېږو چې زموږ چارواکي څه ډول ملامتیا پر ځان منلی شي، خو دوی معلومه ده چې په څرګنده هغوی دا نه‌مني. همدارنګه تاجک چارواکي هم که کوم څه ناسم وکړي، پړه‌یې نه‌مني. په داسې حالاتو کې عام خلک ان ژورنالېستان او سیاستوال هم د یو ډول ملي احساساتو تر اغېز لاندې راځي او د خپلو چارواکو ملامتي نه‌مني، خو موږ باید ومنو چې دواړو اړخونو کې تېروتنې شته."

د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ جګړه کې ویجاړ شوي کورونه
د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ جګړه کې ویجاړ شوي کورونه

تاجکستان او قرغزستان دواړو چارواکو ژمنه کړې چې د هغو خلکو د کورونو په بیارغونه کې به مرسته وکړي چې د څو ورځو په دې سرحدي شخړه کې زیان وراوښتی او ویجاړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG