د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۰۰

قرغزستان او تاجکستان له لانجمنې سرحدي سیمې پر شاتګ موافقه وکړه

د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ لانجمنه سرحدي سیمه ایسفرا ښار
د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ لانجمنه سرحدي سیمه ایسفرا ښار

قرغزستان او تاجکستان موافقه وکړه چې خپل ځواکونه له لانجمنې سرحدي سیمې شا ته کړي.

د دواړو خواوو ترمنځ په سرحدي نښته کې د ملکیانو په شمول ۴۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

د دغو دوو ګاونډیو هېوادونو د ملي امنیت چارواکو پرون (شنبه) له پولې د ځواکونو پر ایستلو سلا وکړه.

د دواړو خواوو پلاوو وروسته له دې له یو بل سره د باتکین په سیمه کې ولیدل چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د قرغزستان ولسمشر سادیر جباروف ټیلیفوني خبرې وکړې.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان (ښی) له خپل قزاقستاني سیال سادیر جباروف
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان (ښی) له خپل قزاقستاني سیال سادیر جباروف

د ازادي راډیو خبریالانو پرون د قرغزستان په سرحدي سیمه کې وویل چې د خورو-ورو ډزو غږ اورېدل کېږي او تاجک ځواکونه‌یې لیدلي چې هغه سړک‌یې بند کړی چې د باتکین او د قرغزستان لي بیک سیمې سره نښلوي.

د قرغزستان د سرحدي خدماتو اداره تاجک ځواکونه تورنوي چې د لي لیک سیمې پر هغو کورونو یې ډزې کړي چې اوسېدونکي یې نورو سیمو ته تښتېدلي دي.

له بلې خوا د لي لیک سیمې څنګ ته په بوبوجان غفوروف سیمه کې د تاجکستان یو چارواکی اکبر یوسفي دا تور او د سړک د بندولو خبره ردوي.

یوسفي ازادي راډیو ته وویل چې ټول سړکونه پرانیستي دي او په تګ راتګ کې هېڅ ستونزه نه‌شته.

د دواړو خواوو ترمنځ شخړه د چهارشنبې په ورځ وروسته له دې پیل شوه چې د پولې د دواړو خواوو اوسېدونکو د تاجکستان وُروخ سیمې ته نږدې د اوبو د وېش په یوه ځای کې د څارونکو کمرو د نصب کېدو پر سر لانجه وکړه.

قرغزستان وايي چې د یوې نجلۍ په ګډون د دغه هېواد ۳۳ وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ژوبل شوي دي.

۱۶۳ تن دیگر زخمی شده اند.

مقام‌ها گفته اند که حدود ۲۰ هزار تن عمدتاً زنان و کودکان از روستاهای نزدیک مرز تخلیه شده اند.

تاجیکستان گفته که ۹ تن از شهروندانش زخمی شده اند. به گفتۀ مقام‌ها دو تن از این افراد بر اثر اصابت گلوله زخم برداشته اند و برای تداوی به شفاخانه منتقل شده اند.

د قرغزستان او تاجکستان ترمنځ جګړه کې ټپي شوی کس په یوه روغتون کې د درملنې پر مهال
د قرغزستان او تاجکستان ترمنځ جګړه کې ټپي شوی کس په یوه روغتون کې د درملنې پر مهال

چارواکي وايي چې پولې ته له نږدې کلیو کابو ۲۰ زره تنه چې اکثره ښځې او ماشومان دي، لېږدېدو ته اړ شوي دي.

تاجکستان وايي چې ۹ تنه‌یې ټپیان شوي دي.

خو په سیمه کې د ازادي راډیو یو خبریال ته څرګنده شوې چې د تاجکستان اووه پوځیان او یو ۱۵ کلن ماشوم په جګړو کې وژل شوي دي.

د قرغزستان ولسمشر پرون ملي ویر اعلان کړ.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ پر سرحدي نښتو اندېښنه وښوده او له دواړو خواوو یې وغوښتل چې رامنځته شوې لانجه د سیاسي خبرو اترو له لارې حل کړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG