د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

ټیک‌ټاک کمپنۍ اروپایي څېړونکو ته پر خپلې محتوا د څارنې اجازه ورکوي


ټیک‌ټاک
ټیک‌ټاک

د ټیک‌ټاک کمپنۍ وایي، د اروپایي ټولنې د اندېښنو لیرې کولو لپاره‌یې ځیني اقدامات کړي دي.

ټیک‌ټاک یو اپلېکېشن دی چې ځوانان ورځخه د لنډو وېډیوګانو په جوړولو کې ډېر کار اخلي.

د ټیک‌ټاک کمپنۍ غواړي اروپایي څېړونکو او پالېسۍ جوړوونکو ته اجازه ورکړي چې د خپلو وېډیوګانو پر جوړولو او محتوا یې څارنه وکړي.

ټیک‌ټاک نن سې شنبه دغه اعلان وکړ او ویې‌ویل چې دغه اقدام د دې لپاره کوي چې د دې شبکې د ځوانو کاروونکو د خصوصي حریم او امنیت په اړه د اروپایي چارواکو اندېښنو ته ځواب ووایي.

د روېټرز د راپور له مخې ټیک‌ټاک به د شفافیت او حساب ورکونې یو مرکز پرانیزي.

ټیک‌ټاک یوه چینایي کمپنۍ ده چې په اروپا کې له ۱۰۰ ملیون زیات کاروونکي لري.

ټیک‌ټاک اپلېکېشن او د امریکا او چین ملي بیرغونه
ټیک‌ټاک اپلېکېشن او د امریکا او چین ملي بیرغونه

د کرونا وبا له خپرېدو سره له ټیک‌ټاک څخه په تېره بیا ځوانان ډېره استفاده کوي.

د دې کمپنۍ یوه جګپوړي چارواکي کورماک کیناک روېټرز ته ویلي چې د خلکو او ټولنې د اعتماد د جلبولو لپاره خپل مسؤلیت درک کوي او په دې برخه کې یې هڅې زیاتې کړې دي.

تېره اوونۍ په لندن کې پر دې کمپنۍ سخت انتقاد وشو چې د ماشومانو د خصوصي حریم په ساتلو کې پاتې راغلی دی.

په متحده ایالاتو کې بیا پر ټیک‌ټاک تور پورې شوی چې د خپلو کاروونکو په اړه معلومات د چین له دولت سره شریکوي، هغه تور چې دې کمپنۍ رد کړی دی.

تېر کال د امریکا کانګرس د رایو په اکثریت هغه لایحه تصویب کړه چې پر اساس‌یې دولتي کارکوونکي نه‌شي کولای چې له ټیک‌ټاک اپلېکېشن څخه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG