د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

جرمني: د خپلو سرتېرو له ایستلو وروسته هم له افغانستانه ملاتړ ته دوام ورکوو


د افغانستان او جرمني بیرغونه
د افغانستان او جرمني بیرغونه

جرمني چارواکي وايي، له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو له ایستلو وروسته به هم له دې هېواد سره ملاتړ ته دوام ورکړي.

په دې اړه د جمعې په ورځ د جرمني د کابینې د دوو وزیرانو څرګندونې خپرې شوې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وايي په افغانستان کې یې "پوځي عملیات د دې هېواد سره د تعهد یوازې یو عنصر و." د ښاغلي ماس په وینا جرمني به "په راتلونکي کې افغانستان کې ملکي ملاتړ ته دوام ورکړي".

نوموړي د جرمني د فونک مېډیا ګروپ ورځپاڼو ته په څرګندونو کې ویلي "د افغانانو لپاره د ښه او خوندي راتلونکې جوړول زموږ اروپايي ګټې خوندي کوي".

نوموړي همدارنګه ویلي، جرمني به د افغانستان د جګړې ښکېل لورو ترمنځ د سولې هڅې چټکې کړي څو د لسیزو د اوږدې جګړې اړخونه د خبرو مېز ته کېني.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په وینا دا پروسه "ستونزمنه"، خو په وینا یې دا د دوامداره او باثباته هواري لپاره تر ټولو غوره لاره ده.

د جرمني د پراختیا وزیر ګیرد مولیر هم افغانستان کې د ولسي پراختیا لپاره د ده په وینا په "اصلاح شوې بڼه او سختو شرایطو" د جرمني د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی.

مولیر د فونک ګروپ ورځپاڼو ته ویلي چې غواړي د نادولتي سازمانونو رول تر پخوا زیات شي. د جرمني د پراختیا وزارت په وینا دوی په افغانستان کې د شااوخوا ۴۰ پروژو لپاره ۱،۳۰۰ کارمندان لري.

تېره اوونۍ د امریکا جمهور رئیس جو بایډن له اعلان وروسته چې ویې‌ویل د ډسمبر تر ۱۱مې نېټې به ټول امریکايي سرتېري له افغانستان څخه ووځي، د جرمني په څېر د ناټو نورو غړو هم پرېکړه وکړه چې خپل پوځي ځواکونه له امریکايي ځواکونو سره هم‌مهاله له افغانستان څخه وباسي.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو د اعلان پر مهال
د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو د اعلان پر مهال

ځیني څارونکو اندېښنه ښودلې چې که د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې افغانستان کې د ښکېلو خواوو ترمنځ یو سیاسي جوړجاړی رامنځته نه‌شي، ښايي د ناټو د سرتېرو له وتلو وروسته په دې هېواد کې اوسنی حکومت تر واک لاندې سیمې له لاسه ورکړي او افغانستان کې به یوې بلې کورنۍ جګړې ته لاره خلاصه شي.

خو افغان جمهور رئیس اشرف غني بیا ډ‌اډ څرګند کړی چې داسې به ونه‌شي. نوموړي د امریکايي سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون فرید زکریا سره په هغه مرکه چې لومړۍ برخه‌یې تېره اوونۍ خپره شوې او دوهمه برخه‌یې ارګ د جمعې په ورځ پر خپله فېس‌بوک پاڼه خپره کړې ویلي، افغان ځواکونه له څو کلونو راهیسې د نظامي عملیاتو ۹۰ سلنه پر یوازې سر ترسره کوي او په تېرو کلونو په پوځي عملیاتو کې ورسره د بهرنیو ځواکونو رول او ملاتړ ډېر کم شوی.

اشرف غني د خپل حکومت د نړیوالو متحدانو د ملکي ملاتړ دوام هم د خپل حکومت د پایښت او ټينګښت لپاره مهم وباله.

ښاغلی غني زیاتوي: "زموږ نړیوال متحدان موږ نه‌پرېږدي. دواړو ولسمشر بایډن چې په ټیلیفون مې ورسره خبرې کړي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلېنکن چې دلته (کابل ته) راغلی و او همدارنګه د ناټو عمومي منشي، دوی موږ سره د ملګرتیا نوی باب پرانیزي چې د دوی د پوځي ملاتړ ځای به، اقتصادي، بشري او سیاسي ملاتړ نیسي او پر دې موږ کار کوو."

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

په عین حال کې د پنجشنبې په ورځ د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مک‌کنزي د خپل هېواد د سنا د وسله‌والو ځواکونو کمېټې ته څرګندونو کې که څه هم د بهرنیو ځواکونو له حضور پرته د افغان ځواکونو له‌خوا د سیمو د ساتلو په اړه اندېښنه وښوده، خو ویې‌ویل چې د امریکا پوځ به د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته هم د تندلارو ډلو پر فعالیتونو پرله‌پسې څار ته دوام ورکړي او دننه له سیمې څخه به د اړتیا په وخت کې عملیات ترسره کړي څو د مک‌کنزي په وینا باوري کړي "هغه افراطي ډلې چې غواړي په افغانستان کې د خپلې بقا لپاره جګړه وکړي تر پرله‌پسې څار او فشار لاندې وي."

XS
SM
MD
LG