عابد نظري جوزجان کې د غالیو د بیا ترمیم حرفه ژوندۍ ساتلې
عابد نظري، هغه کس چې له خپلو دوو زامنو سرهیې په جوزجان ولايت کې د غاليو د بیا ترمیم دودیزه حرفه ژوندۍ ساتلې ده. عابد نظري له هغه څو کسانو دی چې په جوزجان کې په ډېرو کمو امکاناتو او وسایلو سره دا چاره مخته وړي. په دې راپور کې د غالیو د بیا ترمیم حرفې او د عابد نظري کار ته لنډه کتنه شوې ده.