د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

د کندز ولايت یو شمېر ولسوالیو او د ښار په څنډو کې جګړو زور اخیستی


د کندز ښار مرکزي چوک
د کندز ښار مرکزي چوک

له تېرو څو ورځو راهيسې د کندز ولايت په یو شمېر ولسوالیو او دغه‌راز د ښار په څنډو کې جګړو زور اخیستی چې د کندز د خلکو ورځنی ژوند یې نور هم ستونزمن کړی دی.

دغه نښتې او بریدونه د روژې له رابره کېدو سره په کندز کې زیات شوي چې د دې ولایت خلک‌یې ان د سولې د روانو هڅو په اړه نهیلي کړي دي.

وسله‌والو طالبانو د دې ولایت په خان‌اباد، امام صاحب، چهار درې او ګلتپې ولسوالیو او دغه‌راز د کندز ښار ته نږدې سیمو کې د دولتي ځواکونو پر پوستو بریدونه زیات کړي او ډېر کله د کندز ښار په منځ کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

کندز کې د پولیسو یوه پوسته
کندز کې د پولیسو یوه پوسته

د کندز ښار د چله مزار سیمې یو اوسېدونکی ۴۰ کلن قدرت‌الله ابراهیم‌خېل وايي: "د روژې په دې میاشت کې هره ورځ او هره شپه جنګ وي، غږ یې اورېدل کېږي او ان مرمۍ زموږ په کورونو لګېږي. موږ حیران پاتې یو چې چېرته ولاړ شو او چېرته وتښتو."

د کندز یو بل اوسېدونکي ۳۵ کلن نصرالله وویل، که وضعیت همدا شان ادامه پیدا کړي دوی یو ځل بیا کندز ښار ته د طالبانو د رسېدو وېره لري.

دی وايي: "بیا د کندز ښار په شااوخوا نږدې سیمو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي. د شپې له‌خوا ان خلک خوب نه‌لري او خلک‌یې له ستونزو سره مخ کړي دي. موږ وېره لرو چې کندز د درېیم ځل لپاره سقوط ونه‌کړي."

د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي هم د کندز روان وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي
د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي

ښاغلی ایوبي زیاتوي: "له څو میاشتو راهیسې په خان‌اباد او امام صاحب ولسوالیو کې او دغه‌راز د کندز ښار په نږدې سیمو کې جنګ ادامه لري. دې مسئلې خلک سخت پرېښانه کړي دي. د شپې له‌خوا د جګړو شدت زیاتېږي او له امله‌یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه رسېدلي دي."

۶۰ کلن محمد سرور لودین د کندز ښار د سه صد فامیلیو سیمې اوسېدونکی دی. د هغه چې یو لاس‌یې د کندز ښار په لومړي سقوط کې د هاون د مرمۍ په یوه چاودنه کې پرې شوی، له دواړو خواوو د اوربند غوښتنه کوي.

لودین وايي: "موږ په افغانستان کې یو دایمي او پایه‌داره سوله غواړو. هره ورځ د معلولینو په شمېر کې زیاتوالی راځي او د شهیدانو وارثین زیاتېږي. موږ نور له دې جنګ څخه ستړي شوي یو او په وطن کې دایمي سوله غواړو."

د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام‌الدین رحماني له ازادي راډیو سره په خبرو کې ډاډ څرګند کړ چې د دوی ځواکونه د طالبانو د بریدونو د شنډولو توان لري.

د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام‌الدین رحماني
د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام‌الدین رحماني

رحماني زیاته کړه: "په وروستو څو ورځو کې د افغان ګډو ځواکونو د دې ولایت په کچه د وسله‌والو طالبانو ۱۴ بریدونه‌یې شنډ کړي او دې ډلې ته‌یې کلکه ضربه او درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده او جسدونه‌یې د جګړې په ډګر کې پاتې دي."

د کندز عام اوسېدونکي وايي، داسې مهال چې په رسنیو کې هره ورځ د سولې د هڅو راپورونه اوري، د روژې په دې میاشت کې یې په ولایت کې د جګړې شدت د سولې له هڅو مأیوسه کړي.

دوی وايي دواړو خواوو ته په‌کار ده چې لږترلږه د روژې په میاشت کې جګړې ودروي څو خلک دا میاشت په ارامۍ تېره کړي.

XS
SM
MD
LG