د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

پاکستان کې افغان کډوالو د ځیرک کارتونو لپاره نومليکنه پیل کړه


ارشیف
ارشیف

په پاکستان کې مېشت نېږدې ۱۴ لکه افغان کډوالو ته د اپرېل له ۱۵مې نېټې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې په مرسته د ځېرک کارټونو ورکولو لپاره د نوملېکنې بهیر پیل شوی دی.

د دې لپاره د دغه هېواد دننه ۳۵ مرکزونه پرانېستل شوي او ورسره د نوملېکنې لپاره د کډوالو پنډغالي ته ګرځنده خدمت (ګاډي) هم ورځي.

د افغان کمېشنر د سیفران وزارت، نادرا محکمه او د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې 'یو. اېن. اېچ.سي.ار' په مرسته به د نوېو کارتونو ورکولو موده شپږ میاشتې وي.

دا کارتونه هغو افغان کډوالو ته ورکول کېږي چې چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د دسمبر له ۳۱مې نېټه کې یې نوملیکنه کړې وي.

پاکستان کې د 'یو.اېن.اېچ. سي. ار' د ادارې ویاند قیصر خان اپرېدی وايي: "دې پروګرام لاندې به له دسمبر ۲۰۱۵ میلادي کال وروسته پاکستان ته ورغلي افغان کډوال نه راجسټر کېږي او همداراز که هر کډوال دغه کارت واخېست، دوی کولی شي د دې هېواد د روغتیا، کاروبار او بانکي خدمتونه ته لاس رسی ولري."

نوموړی زیاتوي، کډوال دې خپل معلومات ثبت او نوي ځیرک کارتونه دې ځان او کورنۍ لپاره واخلي.

د قیصر خان اپرېدي په وینا دغه کارتونو کې به د کډوالو د تعلیم، د ټولنیز ژوند او د ګټې وټې سرچېنو معلومات هم لیکل کېږي.

د افغان کډوال په توګه د نوم لیکنې وروسته به د ځیرک کارت په واسطه کډوال کولای شي، د پاکستاني ښاریانو په څېر کاروبارونه وکړي، بانکونو کې حسابونه پرانیزي، په خپل نوم سیم کارتونه وپیري او همداراز د روغتیا او تعلیم له چوپړتیاوو به هم برخمن شي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:54 0:00

د خېبر پښتونخوا په مردان کې افغان کډوال عبدالواحد له ۴۰ کالو راهیسې په کاګان پنډغالي اوسېږي. دی د دې کمپ مشر او د 'یو.اېن.اېچ. سي. ار' له خوا د جوړ شوي ښوونځي ښوونکی هم دی.

نوموړي د ازادي راډیو مشال څانګې سره د خبرو په ترڅ کې د ځیرک کارتونو په ورکړې ډېر خوښ دی.

د یادولو وړ ده چې پاکستانيو ښاریانو لپاره د ځیرک کارتونو د ورکړې بهیر په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ میلادي کال کې پیل شوی وو. په دې کارت کې د هر یوه تن بشپړ معلومات ثبت دي.

XS
SM
MD
LG