د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

د افغان دولت د سولې د مسودې پر نه وروستي کېدو د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


ورځپاڼې
ورځپاڼې

په کابل کې چاپېدونکو ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې په بېلابېلو موضوعاتو بحثونه او تبصرې خپرې کړي.

  • هشت صبح

د هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې د افغان دولت د سولې مسودې او د طالبانو له ‌خوا د سولې اړوند پر وروستیو خبرو نیوکې شوي او دا یې جګړې ته د لار هوارولو پلمې بللي دي.

په سرمقاله کې راغلي، د ملي مصالحې عالي شورا لا هم د افغان سولې په اړه استانبول کې جوړېدونکي ناستې لپاره د خپلې طرحې مسوده نه ده وروستۍ کړې.

د ملي مصالحې عالي شورا د طرحو د توحید ځانګړې کمېټې د یکشنبې په ورځ خپله طرحه د شورا رهبرۍ ته سپارلې، خو راپورونو وایي چې دا طرحه تر دې مهاله نه ده وروستۍ شوې.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، د دولت له‌ خوا چمتو شوې طرحې باندې د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش انتقادونو او جمهوریت لوري کې لا هم د یو نظر نه رامنځته کېدل ښایي د طرحې د نه وروستي کېدو علتونه وي.

هشت صبح ورځپاڼې په سرمقالې کې د دې خبر هم ورکړل شوی چې ملي مصالحې عالي شورا کې دا مهال د استانبول ناسته کې د پلاوي پر ټاکلو خبرې روانې دي.

بل خوا په سرمقاله کې د سولې اړوند طالبانو وروستیو څرګندونو ته هم اشاره شوې.

په سرمقالې کې راغلي، دا چې طالبانو اعلان کړی چې د مې میاشتې وروسته هېواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون نه مني، په روژه کې یې د افغان دولت وړاندیز اوربند و نه مانه، د استانبول کنفرانس کې یې ګډون ته چمتو والی و نه ښود او د دې ترڅنګ یو ځل بیا د ټاکنو نه، بلکې د اسلامي نظام له لارې د واک لېږد خبره کوي، دا ښيي چې طالبان د جګړې په دوام ټېنګار کوي.

په سرمقاله کې غوښتنه شوې چې طالبان دې د استانبول په ناستې کې له یوې هر اړخېزې طرحې سره ګډون او روانې جګړې ته دې د پای ټکی کېږدي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د وروستۍ اعلامیې پر بنسټ استانبول غونډه به د اپرېل میاشتې پر ۲۴مه پیل شي.

  • وېسا

وېسا ورځپاڼې سرمقالې د افغان سولې اړوند د استانبول ناستې ته هیله ښودل شوې ده.

په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې د تېر هر وخت پرتله جنګونه خونړي شوي، هدفي وژنو او د هېواد د ورانولو او ویجاړولو لړۍ لا زور اخېستې، د استانبول ناسته د افغانانو لپاره د سوکاله ژوند د پیل څرک ښکاري.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، په هېواد کې شته بدبختۍ هغه مهال زور واخېست چې د حکومت چارواکو د ماشومانو په شان د امریکا د سفیر تر شا کتار شول او د امنیتي تړون لاسلیکېدو ته یې لاسونه وپړکول.

هغه مهال جمهور رئیس غني په ډېر ویاړ وویل چې له امریکا سره یې هغه اړیکې بېرته ورغولې چې پخواني ولسمشر خړې پړې کړې وې.

ده د روښانه راتلونکي، غوړېدلي اقتصاد او باور وړ امنیت زیری خلکو ته ورکړ.

خو له هماغې ورځې امنیت بدتر او فقر زیات شو.

په سرمقاله کې راغلي چې اوس په کار ده چې د استانبول کنفرانس کې د جګړې ښکېلې خواوې انعطاف وښيي او سیاسون هم له خپلو ګټو هاخوا ملي ګټو ته پام وکړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا هېواد کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې اوربند وکړي.

په سرمقاله کې راغلي، افغانان دې مخکې له دې چې بهرنیان پر دوی فشار راوړي او نورو لاسوهنو ته لار پرانېزي، باید له یو بل سره د روژې میاشتې له برکته پر اوربند هوکړه وکړي.

په سرمقاله کې همدا شان راغلي چې د استانبول ناسته د افغانانو لپاره یو لوی فرصت دی چې خپلو منځو کې سلا شي او بهرنیانو ته وښيي چې د دوی د مداخلې دروازې تړلي دي.

XS
SM
MD
LG