د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۶

غزني کې ۱۸ جوماتونه جوړیږي؛ خلک: دولت دې علماء هم وروزي


د غزني د ختم المرسلین جومات
د غزني د ختم المرسلین جومات

د غزني ولایت چارواکي په دغه ولایت کې د اتلس جامع جوماتونو د جوړولو خبر ورکوي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده ازادي راډیو ته وویل، تېره ورځ له مرکز کابله په دې موخه یو پلاوی راغلی وو، څو د دغه جوماتونو د جوړولو لپاره زمینه برابره کړي.

نوموړي وویل، راغلي پلاوي په غزني کې له سیمه ییزو چارواکو سره د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي ادارې له روانو پروژو، په ځانګړي ډول په ښار او ۱۸ ولسوالیو کې د جوړېدونکو جوماتونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده

د ښاغلي جمعه زاده په خبره، د ليدنې پر مهال په ولسوالیو کې د جوماتونو د جوړولو لړۍ پر چټکتیا ټینګار وشو: "پلاوي له سیمه ییزو چارواکو وغوښتل چې باید په خپلو کارونو کې سستیا ونه کړي او هغه ټولې پروژې چې تطبیقيږي باید په چټکۍ سره حل شي."

چارواکو نه دي ویلي چې پر دغه جوماتونو به څومره لګښت راځي؟

په غزني کې ځینې د نظر خاوندان او دیني عالمان د جمهوري ریاست په ټوله کې د دولت د دغه ډول کړنو ستاینه کوي.

د علماوو شورا رئیس محمد اسماعیل روحاني ازادي راډیو ته وویل، حکومت باید د جوماتونو ترڅنګ علماء وروزي او دیني مدرسې هم جوړې کړي.

د علماوو شورا رئیس محمد اسماعیل روحاني
د علماوو شورا رئیس محمد اسماعیل روحاني

د روحاني په خبره، له دغه ډول کارونو سره د دولت او ملت ترمنځ فاصله ختمېږي.

دی وايي: "دا د ولس او د حکومت تر منځ د واټن په راکمولو کې واقعاً چې یو مثبت ګام دی، خدای دې وکړي چې ولسمشر څو چنده د دغه مسجدونو د نظام په چوکاټ کې جید، برجسته، وطندوسته، دین پاله او حقپاله علماء هم جوړ کړي، د ممبر جوړېدل، د محراب جوړېدل، د هغه لپاره هغه څوک چې د ممبر وارث دی لکه علماء دین د هغوی جوړېدل تر مساجدو ډېر مهم بولم."

مولوي محمداسماعیل روحاني وايي، له وسله والو طالبانو غوښتنه کوو چې د دغه جوماتونو د جوړولو ترڅنګ د ټولو پراختیايي پروژو په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.

په غزني کې د سرکارېز جومات
په غزني کې د سرکارېز جومات

چارواکي وايي، د جمهور رئيس محمداشرف غني په ځانګړي پېرزوینې د غزني په مرکز او ولسوالیو کي د جوړېدونکو یو شمېر جوماتونو کارونه پیل شوي، خو په ناامنه ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو له لوري د اجازې نه ورکولو او په ځینې نورو سیمو کې د تخنیکي ستونزو له کبله دغه چارې ځنډېدلې دي.

دوی وايي، د ځايي قومي مشرانو په منځګړیتوب په ناامنه ولسوالیو کې د ستونزو د له منځه وړلو هڅې روانې دي، څو پاتې ولسوالیو کې ژر تر ژره دغه چارې پيل شي.

خو وسله وال طالبان بیا وايي، که له دغه جوماتونو څخه د سیاسي ګټې په توګه استفاده نه کېږي، دوی به یې د جوړېدو اجازه ورکړي.

په غزني کې د سرکارېز حومات
په غزني کې د سرکارېز حومات

د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د دغه جوماتونو د جوړولو شفافیت او سټنډرډ به په نظر کې نیول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني اوسېدونکي وايي، تر دې وړاندې هم په غزني ولایت کې په هغه سیمو کې چې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې دي ډېری جوماتونه جوړ شوي او یا بېرته رغول شوي دي، خو ځینې یې په دې خاطر چې دغه د دولت او یا هم ځینو نړیوالو موسساتو په پیسو جوړ کړل شوي، وسله والو طالبانو نړولي او یا سوځولي دي.

XS
SM
MD
LG